Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټر چلوونکي او مسافر د کندهار- اروزګان لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي

موټر چلوونکي او مسافر د کندهار- اروزګان لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

له کندهار څخه  اروزګان  ولایت ته پرغځېدلې لویه لار هره ورځ لسګونه موټر او مسافر تګ راتګ کوي.

د یادې لارې موټر چلوونکي وايي، د لارې خرابوالي له امله یې ډېر کله موټر خرابېږي او مسافر پر خپل وخت تر منزل نه شي رسولی.

دوی زیاتوي، چې د سېلابونو او بارانونو له امله د دقیقو لاره ساعتونو ته اوږده شوې.

یو تن موټر چلوونکی رازمحمد وايي: «لاره دومره خرابه ده، چې په یوه میاشت کې مې دوه جوړې ټایرونه او جمپین خراب کړل. دا لاره د دې نه ده، چې ناروغان پرې انتقال کړي؛ باید ژر تر ژره جوړه شي.»

د کندهار – اروزګان لارې  یو بل موټر چلوونکی فیض الل بیا وايي: « دا لاره ډېره خرابه ده، اوبو او سېلابونه په بشپړه توګه له منځه وړې.»

په ورته وخت کې د اروزګان ځینې اوسېدونکي وايي، د لارې خرابوالي له سختو ستونزو سره مخ کړي او ډېر کله خپل بېړني  ناروغان پر وخت کندهار ښار ته نه شي رسولی.

دوی پر سرپرست حکومت  غږ کوي، چې د دې لارې د جوړېدو لپاره لاس په کار شي او خلکو ته د تګ راتګ  په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کندهار – اروزګان لارې یو تن مسافر میرزا محمد وايي: « لاره ډېره خرابه ده، خو کار یې ډېر سخت نه دی، یوازې د حکومت همکارۍ ته اړتیا ده. د یوه ساعت لاره درېیو ساعتونو ته اوږده شوې او له دې امله ناروغان په ډېر تکلیف تر کندهاره رسوو.»

د همدې لارې بل مسافر عبدالقاهر هم ورته شکایت لري او وايي:« لاره دومره خرابه ده، چې تېرځل زما د راتګ پرمهال یو کوچنی ناروغ په لاره ومړ. د باران او سېلاب راوتلو پرمهال هر خوړ ته درې څلور ساعته تم کېږو، حتا ځینې کسان د شپې هم پاتې شول. دا لاره د عاجلو ناروغانو لپاره سل په سلو کې خطر لري.»

بله خوا، د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، د دې لارې د جوړېدو کار روان دی او دا مهال د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ویان ترمانده پورې چارې پای ته رسېدونکې دي.

په سوېلي زون کې د یاد وزارت د پروژو تخنیکي مسوول شېرحسن خوشیوال وايي:« د دې لارې بودیجه د اسلامي امارت د رهبر له خوا منظوره شوې، کار یې پيل شوی، چې اوس له سرکاري باغ څخه تر ویان مانده پورې ټول پلچکونه، واشونه او ډمبر رغول شوي او پر شولډر کار روان دی. هڅه کوو له شاه ولیکوټ ولسوالۍ څخه ها خوا ۲۰ کیلومټره خامه سړک هم د ژمي له راتګ واړندې بشپړ کړو.»

د کندهار- اروزګان د لويې لارې ترڅنګ د یو شمېر ولسوالیو لارې هم خرابې دي. په دغو لارو تګ راتګ کوونکي مسافر شکایت کوي، چې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist