Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دیني عالمان: روانه جګړه افغان وژنه ده

admin by admin
2021/07/08

په کابل کې یو شمېر دیني عالمان راټول شوي او یو ځل بیا یې  روانه جګړه افغان وژنه وبلله او د جګړې له  ښکیلو غاړو  یې غوښتنه وکړه،چې جګړه بنده او د سولې  مذاکرات چټک کړي.

دوی وايي، جنګ نه، بلکې سوله ښکاره فتحه ده او ښکیل اړخونه باید له شرط پرته سوله وکړي.

د عالمانو په خبره، روانه جګړه فقر، بېکاري او ظلمونه زیاتوي،چې بهرنیو هېوادونو ته هم د لاسوهنې زمینه برابروي.

د کابل  دیني عالمانو شورا مشرر عبدالقادرر قانت وايي:« نن کار او روزګار نه شته. د هرڅه وده له منځه تللې. خلک له غربت سره مخ شوي دي.»

د کابل حج او اوقافو مشر شیر محمد شیرزی وايي:«  دا جګړه ګټونکی نه لري. د دې جګړې پایله  دا ده، چې زرګونه ښځې یې ګونډې او  ماشومان یې یتیمان کړل.»

د کابل والي محمد یعقوب حیدري  وایي، عالمان باید منځګړیتوب وکړي او روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

حیدري وايي، دولت تل انعطاف کړی او په خبره یې مقابل لوری هېڅ انعطاف نه کوي او تل پر خپل دریځ ثابت پاتې دي.

حیدري زیاته کړه:«۴۰ کلني جګړې، وینې توئیدنې موږ چېرته ورسولو. دا جګړه د چا، د څه لپاره او د څه په خاطر دوام کوي.»

دلته راغلي دیني عالمان بیا وایي، لومړی باید د جګړې عامل له منځه یوړل شي،هغه چې په وینا یې په دیني او دنیوي کچه دي.

دلته یادونه وشوه،چې افغانستان کې جګړو ته لمن هغه خواوې وهي،چې د اوبو له مهار، د ځمکنۍ بشپړتیا او د کادرونو له روزنې وېره لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist