Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د اقتصادي ودې لپاره له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې جوړول مهم دي

چارواکي: د اقتصادي ودې لپاره له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې جوړول مهم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

د سرپرست حکومت لوړپوړي چارواکي له نورو هېوادونو سره پر متقابل درناوي او ګډو ګټو ولاړې اړیکي د وخت اړتیا بولي او له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو جوړولو غوښتنه کوي.

دوی د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت جوړې شوې ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او د نامشروع غوښتنو په صورت کې به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ریاست‌الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي خبرداری ورکوي، چې پر افغان خاوره تېری کوونکو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

حنفي زیاتوي:« هغه کسان چې د افغانستان د اشغالولو نیت لري، زموږ دوښمنان دي او په ټول ځواک به ورسره مبارزه وشي.»

چارواکي له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د هېواد د پرمختګ لپاره مهمې ګڼي او له هېوادونو د متقابلو مثبتو اړیکو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي: « له نورو هېوادونو سره د متقابل دروناوي په رڼا کې تعامل کول د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د وخت جدي اړتیا ده.»

د سرپرست حکومت چارواکي له هېوادونو سره د ښو اړيکو لرل د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره هم مهم بولي او له همدې کبله ډاډ ورکوي، چې افغانستان پر متقابل درناوي ولاړو مثبتو اړيکو پاللو ته چمتو دی.

د کورنیو چارو سرپرست سراج‌الدین حقاني وایي: « له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټينګول د وخت اړتیا ده. موږ باید له انزوا څخه د خپلو خلکو د ایستلو لپاره له نړۍ سره مثبت تعامل ته لاره هواره کړو.»

چارواکي په داسې حال کې له نړیوالو سره د مثبتو اړیکو پر لرلو ټینګار کوي، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو درې کاله اوړي، خو لاهم د هېڅ هېواد له لوري پر رسميت نه دی پېژندل شوی او یوازې پر دې خبره ټینګار کوي،چې په بهرنیو هېوادونو کې۴۰ ډيپلوماټيک آدرسونه فعال دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist