Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکو او پخوانیو سیاسیونو اختریزو پيغامونو کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی

د زمري ۲۸ مه؛ پخوانیو چارواکو د خلکو پر یووالي ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

د زمري (اسد) ۲۸ مه له انګرېزي  ښکېلاکه د آزادۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵ مې کلیزې سره برابره ده. د نورو کلونو په څېر، سږ کال هم دغه ورځ په خواله رسنیو کې په پراخه کچه نمانځل شوې او د بهرمېشتو افغانانو له خوا هم په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځغونډې جوړې شوې دي.

له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سربیره، سیاسي څېرو او په خواله رسنیو کې فعاله ژرونالېستانو، لیکوالو او ملي لوبغاړو د دې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ورکړي او تر ډېره یې د ولس پر یووالي ټینګار کړی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه د مبارکۍ ورکولو تر څنګ پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې د نجونو پر مخ تړلي ښونځي پرانیزي.

کرزي زیاته کړې:« په همدې ویاړلي مناسبت او په واقعي مانا د خپلواک او پرخپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره یو ځل بیا پر سرپرست حکومت غږ کوم، چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره خلاصې کړي، ترڅو د علم په ګاڼه سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنګ د هېواد د پرمختګ او له احتیاج څخه د خلاصون لپاره خپله وڼده ادا کړي.»

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړي حافظ انس حقاني هم پر خپله ایکس پاڼه د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو مبارکي ورکړې او وايي، د خپلواکۍ شاته باید ستر آرمانونه وي.

هغه زیاتوي:« په حاکمیت کې د قدرت تر شا باید تر قدرت پورته ستر آرمان ولاړ وي، په داسې حالت کې بیا د ملتونو د نېکمرغۍ سبب ګرځي؛ ۲۸ مه د اسد مبارک.»

همدارنګه د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د دې ورځې نمانځل د سرښیندنو او قربانیو پایله بولي او له خلکو د اتحاد او اتفاق غوښتنه کوي.

 هغه زیاته کړې:« د افغانستان آزادي غوښتونکیو او مبارزو خلکو پر همدې ورځ د شاه امان الله خان او نورو مبارزینو تر مشرۍ لاندې د بریټانوي امپراتورۍ د یرغل او لاسوهنو پر خلاف قیام وکړ او خپلواکي یې ترلاسه کړه.»

له دې سره، بهر مېشتو افغانانو هم په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه نمانځلې او دا یې د ټولو افغانانو لپاره له ویاړ ډکه  ورځ بللې ده.

د تېر په څېر، سږ کال هم په خواله رسنیو کې افغانانو د خپل هېواد ملي بیرغ انځورنه خپاره کړي او ټولو افغانانو ته یې د دې ویاړلې ورځې مبارکي ویلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist