د ازبېکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۷ مه) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغی.
دا د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د نوموړي لومړی سفر و او موخه یې افغان چارواکو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې اترې بلل شوې.
لومړي وزیر عبدالله عارف کابل کې د ازبېکستاني تولیداتو او محصولاتو د یوه څلور ورځني نندارتون پرانیستنه وکړه او په ارګ ماڼۍ کې یې د رئيس الوزا اقتصادي مرستیال او نورو چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د ازبېکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف پر مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی کابل ته رارسېدلی. تمه ده، چې دغه پلاوی به د اسلامي امارت له مشرانو او دغه راز د سرپرست حکومت له یو شمېر وزیرانو سره کتنې ولري. د افغانستان او ازبېکستان د ساسي اړیکو ترڅنګ به په اقتصادي، ټرانسپورتي او ټرانزیتي موضوعاتو او دغه راز پر ځینو ګډو پروژو خبرې وشي او یو شمېر هوکړه لیکونه به هم لاسلیک شي.»
د ازبېکستان لومړي وزیر په دغه یو ورځيني سفر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې غواړي، افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي امارت سفیر باور لیک هم ومني.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبېکستان له لومړي وزیر سره وکتل. په دې کتنه کې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې او په لړ کې یې د ازبېکستان لومړي وزیر وویل، د دې هېواد ولسمشر له افغانستان سره په مثبتو اړیکو ټینګار کړی.»
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل ته د ازبېکستان لومړي وزیر سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره ګټور یاد کړی او هیله یې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوو اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانیستل شي او سوداګرو ته د ويزې په برخه کې اسانتيا کولی شي سوداګري لا زياته کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي:« د ازبېکستان لومړي وزیر وویل چې غواړي له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړي او ښايي نږدې راتلونکې کې پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر ومني. د ازبېکستان لومړي وزیر دا هم وویل، چې افغان سوداګرو، محصلینو او ناروغانو ته به د وېزې ورکړه پيل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې ناسته کې په سيمهييزو سازمانونو او غونډو کې د ازبېکستان دریځ ستایل شوی او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې هغه غوښتنه وه، چې له ازبیک پلاوي شوې ده.
د افغانستان سوداګرۍ خونې غړی خانجان الکوزی کابل ته د ازبېکستان د لومړي وزیر سفر ګټور او مهم بولي.
الکوزی زیاتوي:« د دومره لوی پلاوي راتلل ځانګړی اهمیت لري. د دې سفر لومړی پیغام دا دی، چې ازبېکستان غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې او تجارت ته پراختیا ورکړي. د دې سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه لوی او ارزښتناک پروټوکولونه هم لاسلیک شوي دي.»
د ازبېکستان لومړي وزیر د کابل او تاشکند پر سیاسي او مهمو دوه اړخیزو مسایلو ټینګار کړی او په ځينو برخو کې یې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.
ازبېک لوري تمه ښودلې، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ له جوړېدو سره به دواړه هېوادونه له مرکزي او سوېلي آسيا سره ونښلول شي.