Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ازبېکستان به ډېر ژر د اسلامي امارت سفیر ومني

ازبېکستان به ډېر ژر د اسلامي امارت سفیر ومني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/18

د ازبېکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۷ مه) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغی.

دا د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د نوموړي لومړی سفر و او موخه یې افغان چارواکو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې اترې بلل شوې.

 لومړي وزیر عبدالله عارف کابل کې د ازبېکستاني تولیداتو او محصولاتو د یوه څلور ورځني نندارتون پرانیستنه وکړه او په ارګ ماڼۍ کې یې د رئيس الوزا اقتصادي مرستیال او نورو چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د ازبېکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف پر مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی کابل ته رارسېدلی. تمه ده، چې دغه پلاوی به د اسلامي امارت له مشرانو او دغه راز د سرپرست حکومت له یو شمېر وزیرانو سره کتنې ولري. د افغانستان او ازبېکستان د ساسي اړیکو ترڅنګ به په اقتصادي، ټرانسپورتي او ټرانزیتي موضوعاتو او دغه راز پر ځینو ګډو پروژو خبرې وشي او یو شمېر هوکړه لیکونه به هم لاسلیک شي.»

د ازبېکستان لومړي وزیر په دغه یو ورځيني سفر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې غواړي، افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي امارت سفیر باور لیک هم ومني.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبېکستان له لومړي وزیر سره وکتل. په دې کتنه کې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې او په لړ کې یې د ازبېکستان لومړي وزیر وویل، د دې هېواد ولسمشر له افغانستان سره په مثبتو اړیکو ټینګار کړی.» 

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل ته  د ازبېکستان لومړي وزیر سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره ګټور یاد کړی او هیله یې ښودلې، چې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوو اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانیستل شي او سوداګرو ته د ويزې په برخه کې اسانتيا کولی شي سوداګري لا زياته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي:« د ازبېکستان لومړي وزیر وویل چې غواړي له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړي او ښايي نږدې راتلونکې کې پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر ومني. د ازبېکستان لومړي وزیر دا هم وویل، چې افغان سوداګرو، محصلینو او ناروغانو ته به د وېزې ورکړه پيل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې ناسته کې په سيمه‌ييزو سازمانونو او غونډو کې د ازبېکستان دریځ ستایل شوی او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې هغه غوښتنه وه، چې له ازبیک پلاوي شوې ده.

د افغانستان سوداګرۍ خونې غړی خانجان الکوزی کابل ته د ازبېکستان د لومړي وزیر سفر ګټور او مهم بولي.

الکوزی زیاتوي:« د دومره لوی پلاوي راتلل ځانګړی اهمیت لري. د دې سفر لومړی پیغام دا دی، چې ازبېکستان غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې او تجارت ته پراختیا ورکړي. د دې سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه لوی او ارزښتناک پروټوکولونه هم لاسلیک شوي دي.»

د ازبېکستان لومړي وزیر د کابل او تاشکند پر سیاسي او مهمو دوه اړخیزو مسایلو ټینګار کړی او په ځينو برخو کې یې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.

 ازبېک لوري تمه ښودلې، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ له جوړېدو سره به دواړه هېوادونه له مرکزي او سوېلي آسيا سره ونښلول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist