د اسلامي امارت مشرتابه تل ټنېګار کړی، چې خپلمنځي اختلافات بايد ختم شي او ټول مسوولین دې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د اسلامي امارت د درېيمې کليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر همدا سپارښتنه کوي او وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د قدرت جزيرې او د پخوانیو جهادي مشرانو شخصي حکومتونه له منځه تللې او په دې توګه داخلي اختلافات هم ختم شوي دي.
عبدالکبیر وايي، دامهال په افغانستان کې سياسي فضا له اختلافونو پاکه او ټولو افغانانو ته د يووالي او پرمختګ زمينه برابره شوې.
نوموړي زیاتوي: « په افغانستان کې د امریکايي نیواک له پای ته رسېدو سره سم، د پنځو لسیزو جګړو، وژنو او ناخوالو لمنه ور ټوله شوه، د قدرت جزیرې له منځه لاړې او د هېواد د آبادۍ لپاره فضا رامنځته شوه. اسلامي امارت په کور دننه ټول اقوام سره متحد کړل او د تېرو درېیو کالو په لړ کې یې د اختلاف کرل شوي تخمونه وچ کړل.»
خو عبدالکبیر تایيدوي، چې ځينې کړۍ لاهم په کمين کې دي او هڅه کوي، چې د يو لړ دسيسو په عملي کولو سره ملي يووالی زيانمن کړي.
هغه زیاتوي: « د دوښمن لویه موخه د افغانانو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کول او له دې لارې په افغانستان کې د ستونزو جوړول دي او د دې لپاره په غربي او ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات کوي. ټول چارواکي باید دغه دسیسې شنډې او د ولس یوالي ته کار وکړي.»
دغه ورځ په بګرام کې چې د مخکېني حکومت پر مهال د امریکا لویه پوځي اډه او هوایي ډګر و، ونمانځل شوه چې په لوړه کچه لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی و.
په بګرام هوايي اډې کې دغو جوړو شویو مراسمو ته په وينا کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر ملي يووالي د ټينګار ترڅنګ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په کورنيو مسايلو کې دې لاسوهنه نه کوي او پرېږدي، چې افغانان په ټولو چارو کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.
حنفي وايي: « د اسلامي امارت ټول منسوبین باید په ټول توان سره هڅه وکړي چې د پردیو له خوا رامنځته شوي قومي، ژبني او سمتي تعصبات له منځه یوسي. څوک د زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، موږ هم د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.»
له دې مخکي هم د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو پر خپلو کسانو ټینګار کړی و، چې له اختلافونو لاس واخلي او د مشرانو اطاعت وکړي.