Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: هېواد کې د قدرت جزیزو ختمولو سره کورني اختلافونه هم له منځه تللي

عبدالکبیر: هېواد کې د قدرت جزیزو ختمولو سره کورني اختلافونه هم له منځه تللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

د اسلامي امارت مشرتابه تل ټنېګار کړی، چې خپلمنځي اختلافات بايد ختم شي او ټول مسوولین دې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د اسلامي امارت د درېيمې کليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو  کې د رياست‌ الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر همدا سپارښتنه کوي او وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د قدرت جزيرې او د پخوانیو جهادي مشرانو شخصي حکومتونه له منځه تللې او په دې توګه داخلي اختلافات هم ختم شوي دي.

عبدالکبیر وايي، دامهال په افغانستان کې سياسي فضا له اختلافونو پاکه او ټولو افغانانو ته د يووالي او پرمختګ زمينه برابره شوې.

نوموړي زیاتوي: « په افغانستان کې د امریکايي نیواک له پای ته رسېدو سره سم، د پنځو لسیزو جګړو، وژنو او ناخوالو لمنه ور ټوله شوه، د قدرت جزیرې له منځه لاړې او د هېواد د آبادۍ لپاره فضا رامنځته شوه. اسلامي امارت په کور دننه ټول اقوام سره متحد کړل او د تېرو درېیو کالو په لړ کې یې د اختلاف کرل شوي تخمونه وچ کړل.»

خو عبدالکبیر تایيدوي، چې ځينې کړۍ لاهم په کمين کې دي او هڅه کوي، چې د يو لړ دسيسو په عملي کولو سره ملي يووالی زيانمن کړي.

هغه زیاتوي: « د دوښمن لویه موخه د افغانانو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کول او له دې لارې په افغانستان کې د ستونزو جوړول دي او د دې لپاره په  غربي او ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات کوي. ټول چارواکي باید دغه دسیسې شنډې او د ولس یوالي ته کار وکړي.»

دغه ورځ په بګرام کې چې د مخکېني حکومت پر مهال د امریکا لویه پوځي اډه او هوایي ډګر و، ونمانځل شوه چې په لوړه کچه لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی و.

په بګرام هوايي اډې کې دغو جوړو شویو مراسمو ته په وينا کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر ملي يووالي د ټينګار ترڅنګ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په کورنيو مسايلو کې دې لاسوهنه نه کوي او پرېږدي، چې افغانان په ټولو چارو کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.

حنفي وايي: « د اسلامي امارت ټول منسوبین باید په ټول توان سره هڅه وکړي چې د پردیو له خوا رامنځته شوي قومي، ژبني او سمتي تعصبات له منځه یوسي. څوک د زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، موږ هم د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.»

له دې مخکي هم د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو پر خپلو کسانو ټینګار کړی و، چې له اختلافونو لاس واخلي او د مشرانو اطاعت وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist