Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: افغانستان کې د داعش شتون په اړه اندېښنې بېځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/11

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغې ادعا ته غبرګون ښودلی، چې له افغانستان څخه يې د داعش ډلې د ګواښ موجوديت په تړاو کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د يادې ډلې فزيکي حضور په قاطعيت سره ردوي او د ملګرو ملتونو په شمول د لوېديځو هېوادونو هغه اندېښنه بې ځايه بولي چې ګواکي له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته د داعش ډلې د نفوذ ګواښ موجود دی.

مجاهد ورته څرګندونې د داعش او نورو ډلو لپاره لابي او د عامه ذهنیتونو د مديريت کولو هڅه ګڼي.

هغه زیاتوي: « موږ دغه تشویش ردوو، په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د شتون په اړه د لوېدیځو نهادونو او هېوادونو ادعا په کلکه ردوو. داعش پدیده په افغانستان کې ځپل شوې ده او پاتې کسان یې متواري او د امنیتي ځواکونو تر سخت تعقیب لاندې دي. متأسفانه یو شمېر لوېدیځ هېوادونه او نهادونه د دا ډول اندېښنو په ښکاره کولو سره غواړي داعش ته کمپاین وکړي او لوی یې وښيي. موږ دا ډول ادعاوې رودوو او ډاډ ورکوو، چې اسلامي امارت پر وضعیت کنټرول لري.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د نړیوالو سازمانونو لخوا د داعش موجودیت په تړاو ادعاوې په افغانستان کې د لاسوهنې پلمه ګڼي او وایي، ورته پلمې ښايي تر هغې دوام ورکړي، څو چې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې نه وي منلي.

دوی پر سرپرست حکومت غږ کوي، که غواړي له دغو فشارونو ځان خلاص کړي، د نړیوالو مشروع غوښتنې دې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دا هغه پلمې او سیاسي فشارونه دي چې امریکا یا ملګري ملتونه غواړي پر طالبانو یې وارد کړي. دا به تر هغو ادامه ولري چې طالبان د امریکا او ملګرو ملتونو مشروع غوښتنې ومني. که طالبان غواړي له دغو تورونو څخه ځان، ولس او هېواد وژغوري، د نړیوالو مشروع غوښتنې دې ومني چې تر ټولو مهمه یې د نجونو پر مخ د ښوونخیو د دروازو پرانیستنه ده.»

ځېنې نور بیا د لوېدیځوالو دغه شان څرګندونې د داعش په څېر ډولو د لوی ښودنې هڅه بولي او وايي، له يادو ادرسونو د افغانستان په تړاو خپرېدونکي مالومات په ډېرو مواردو کې د حقايقو خلاف دي.

دوی د لوېدیځ دغه شان ادعاوې په افغانستان کې بیا ځل لاسوهنې ته د زمینې چمتو کول بولي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي:« هغه راپورونه چې په دې وروستیو کې د داعش په اړه د لوېدیځو هېوادونو له خوا وړاندې کېږي، د دغې ډلې د لوی ښودنې لپاره دي ترڅو یو ځل بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره کړي.»

د جمعې په ورځ له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د دې سازمان امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ ،چې داعش ډله یو ځل بیا پیاوړې شوې او له افغانستانه د باندې یې د برېدونو ګواښ موجود دی.

نوموړی دغه راز ادعا کړې، چې د داعش خراسان څانګې خپل مالي او لوجیستیکي ځواک زیات کړی او له دې سره د لویو برېدونو د ګواښ وېره هم رامنځ ته شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist