Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګنداپور: خیبرپښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

امین ګنداپور: پاکستان دې د خپلو تېرو کړنو له امله له افغانستانه د ښو تمه نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/08

د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د ناامنیو له زياتېدو سره، د افغانستان پر سرپرست حکومت د ياد هېواد چارواکو نيوکې هم ډېرې شوي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د يادو ناامنيو تر شا د افغانستان سرپرست حکومت ولاړ دی، خو کابل د دوی دغه ادعاوې په مکرره توګه رد کړې او ان تر دې، چې کابل د اسلام‌اباد ورته ادعاوو بې ارزښته ښودلو لپاره پرې غبرګون نه ښيي.

تازه د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر  علي امین ګندا پور وایي، پاکستان په تېر کې خپله جغرافيه د افغانستان پر ضد کارولې او په خبره يې اوس دې د ښو په تمې کولو سره، په قبايلي سيمو کې د روانو ناامنيو په اړه افغانستان نه ګرموي.

هغه زیاتوي:« زموږ هېواد کې ترهګري ده او پاکستاني چارواکي ټول اوس په ترهګرۍ خبرې کوي. زه پوښتنه کوم، چې ايا تاسو مخکې د امريکا په وينا پوځي عمليات نه دي کړي؟ خپلي اډې مو د خپل ګاونډي هېواد پر ضد د استعمال لپاره، چې پښتانه هم دي او مسلمانان هم دي، نه وې ورکړې؟  نن، چې څه وشي نو تاسو وايئ او تور لګوئ، چې دا له افغانستانه پلان شوي وو. تاسو د هغوی پر بچيانو د ګولیو ورولو لپاره اډۍ ورکړې وې، نو تاسو څنګه هېله لرئ، چې هغوی به ستاسو لپاره ګلان راولېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د نوموړي څرګندونې له حقیقت سره تړلې بولي او وایي، پاکستان له تېرو څو لېسزو راهیسې نه غواړي، چې په افغانستان کې پياوړی مرکزي اقتدار حاکم وي.

دوی زیاتوي، پاکستان تل هڅه کوي، چې په کابل کې د پياوړي حکومت د جوړېدو مخنيوی وکړي او تر خپل اثر لاندې يې وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« هغه څه ته چې دوی( پاکستان) ښه وايي، هغه هم د افغانستان خرابۍ لپاره کارېدلي دي، که په امریکا کې ترهګریز برېدونه کېږي، که په مسکو کې ترهګریز کېږي، که په افغانستان کې کېږي، د پاکستان حکومت د دې مسوولت پر غاړه لري. د پښتونو مشرانو ته شاباس ویل په کار دي، چې دوی ورته وايي، هغه ګاونډي ته چې تا له امریکایانو سره لاس یو کړ او په میلیونه انسانان دې له کورونو وشړل، کلي دې بمبار کړل، هېواد دې ۲۰ کاله اشغال کړ، ته د امریکا متحد پاتې شوې، له همدې ګاونډي ته څه انتظار درلودلی شې؟ »

ځيني نور بیا پاکستان تورنوي، چې پر نړيواله کچه د افغانستان د سرپرست حکومت پر ضد لابي کوي او له دې لارې نړيوالو ته ښيي، چې له افغانستانه د ترهګرۍ د خورېدو وېره شته.

د پاکستان ادعا دا ده، چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې مشران په افغانستان کې دي او له هماغه ځايه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې برېدونه پلانوي.

خو سرپرست حکومت برعکس وايي،  د داعش په ډله کې يې پاکستاني وکړي نيولي او هلته له روزنې وروسته افغانستان ته د تخريبي اعمالو لپاره رالېږل شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist