رسنۍ چې په ولسواکو ټولنو کې د څلورمې قوې په توګه منل شوي، اسلامي امارت یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ملاتړ کوي.
د رییس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع چې ولس ته د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د وړاندې کولو د لړ پیل په موخه جوړې شوې مقدماتې ناسته کې خبرې کولې وویل، د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له بیان ازادۍ ملاتړ کوي ، چې په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه نور هم پیاوړي شي.
ملا عبد الواسع وايي، رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د پله حیثیت لري، چې له دې سره په چارو کې روڼتیا رامنځ ته کېدو ترڅنګ ښې حکومتولۍ ته هم زمینه برابریږي.
هغه زیاتوي:« اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازاداۍ ملاتړ کوي، ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پياوړي او غښتلي واوسي. ښکاره ده، چې رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولت او همدارنګه د مسوولینو خبرې تر ولسه رسوي، چې دا کار د ډاډ او همکارۍ فضا رامنځته کوي، په چارو شفافیت او ښې حکومتولۍ ته لاره هواروي.»
عبدالواسع وايي، پرمختګ ته اړتیا لېدل کیږي او رسنۍ ، حکومت او ولس ګډ مسوولیت لري، چې د هېواد پرمختګ کې خپل رول ولري.
د عبدالواسع په خبره، اسلامي امارت هڅه کوي،چې خبریالان او رسنۍ کره مالوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.
هغه زیاته کړه:« د هېواد پرمختګ لپاره دولت، ملت او رسنۍ ګډ مسوولیتونه لري، چې باید په رېښتینولۍ او پوره ایماندارۍ سره یې ترسره کړي. له شته امکاناتو په استفادې سره هڅه کوو، ترڅو خبریالان رېښتیني مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.»
د اسلامي اساساتو پر بنسټ بیان ازادي د ټولنې د ټولو وګړو طبیعی حق دی، خو ټینګار پر دې دی، چې په په دغه برخه کې باید داسې فعالیتونه ترسره شي، چې اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي .
د جمهوریت د ۲۰ کلنې واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې سلګونه تصویري ، غږیزې ، چاپي او برښنايي رسنیو فعالیت پیل کړ، خو اوس یې ګڼ شمیر د ناسم اقتصادي وضعیت له امله بندې شوي او یوازې محدودې رسنۍ فعالیت لري.