Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي

اسلامي امارت د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/01

رسنۍ چې په ولسواکو ټولنو کې د څلورمې قوې په توګه منل شوي، اسلامي امارت یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ملاتړ کوي.

د رییس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع چې ولس ته د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د وړاندې کولو د لړ پیل په موخه جوړې شوې مقدماتې ناسته کې خبرې کولې وویل، د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له بیان ازادۍ ملاتړ کوي ، چې په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه نور هم پیاوړي شي.

ملا عبد الواسع وايي، رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د پله حیثیت لري، چې له دې سره په چارو کې روڼتیا رامنځ ته کېدو ترڅنګ ښې حکومتولۍ ته هم زمینه برابریږي.

هغه زیاتوي:« اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازاداۍ ملاتړ کوي، ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پياوړي او غښتلي واوسي. ښکاره ده، چې رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولت او همدارنګه د مسوولینو خبرې تر ولسه رسوي، چې دا کار د ډاډ او همکارۍ فضا رامنځته کوي، په چارو شفافیت او ښې حکومتولۍ ته لاره هواروي.»  

عبدالواسع وايي،  پرمختګ ته اړتیا لېدل کیږي او رسنۍ ، حکومت او ولس ګډ مسوولیت لري، چې د هېواد پرمختګ کې خپل رول ولري.

د عبدالواسع په خبره، اسلامي  امارت هڅه کوي،چې خبریالان او رسنۍ کره مالوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

هغه زیاته کړه:« د هېواد پرمختګ لپاره دولت، ملت او رسنۍ ګډ مسوولیتونه لري، چې باید په رېښتینولۍ او پوره ایماندارۍ سره یې ترسره کړي. له شته امکاناتو په استفادې سره هڅه کوو، ترڅو خبریالان رېښتیني مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.»  

د اسلامي اساساتو پر بنسټ بیان ازادي د ټولنې د ټولو وګړو طبیعی حق دی، خو ټینګار پر دې دی، چې په په دغه برخه کې باید داسې فعالیتونه ترسره شي، چې اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي .

د جمهوریت د ۲۰ کلنې واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې سلګونه تصویري ، غږیزې ، چاپي او برښنايي رسنیو فعالیت پیل کړ، خو اوس یې ګڼ شمیر د ناسم اقتصادي وضعیت له امله بندې شوي او یوازې محدودې رسنۍ فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist