Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار: کامې ولسوالۍ کې ګرځنده کتابتون په فعالیت پیل کړی

admin by admin
2021/06/29

 د  ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې  د کتاب لوستنې فرهنګ دودلو په موخه ګرځنده کتابتون په کار پیل کړی دی.

دا ګرځنده کتابتون  کامې ولسوالۍ کې پر کلیو، مکتبونو ګرځي، ترڅو خلک له کتاب لوستنې سره اشنا او  د کتاب لوستنه عامه کړي.

په دغه ګرځند کتابتون کې نږدې زر ټوکه بېلا بېل کتابونه راټول شوي،چې خلک په وړیا ډول ترې ګټنه کولای شي.

د یاد ګرځنده کتابتون مسوول قاري محمد شاه  وايي:« موږ په دې کې تر زرو پورې کتابونه ځای پر ځای کړي.  د خلکو، یا کلي، یا مکتب د غوښتنې په کتو هلته ورته کتابونه پرېږدو. لکه یو شمېر دیني علمانو غوښتي ول،چې خطې اړوند کتابونه ورکړو او دوی ترې خپله خطبه پوره کړه او کتابونه یې بېرته موږ ته وسپارل.»

له دغې چارې عام خلک خوښ دي،چې د خپل ذوق کتاب په کور، کلي  کې په وړیا ډول ترلاسه کوي او دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود  لا پیاوړتیا لامل بولي.

دوی وايي، له کتاب لوستلو  سره یې مینه شته،خو کتاب ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزو دوی له کتابه لرې پاتې کړي دي.

د کامې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا ډېره مهمه ده،چې د یو چا کور ته کتاب یوسې. نور هغه ورته وخت هم لري او په ښه شوق سره کتاب ګوري او ورته خوشحاله کېږي. دا د کامې خلکو له پاره ډېر ګټور کار دی. د خلکو پوهه ورسره زیاتېږي.»

د کتابتون مشر وايي، د کرځنده کتابتون یوه لویه موخه ښځینو ته کتاب رسوونه ده، ځکه په وینا يي ښځينه د کتاب اخېستلو کې له ستونزو سره مخ وې.

محمد شاه  زیاته کړه:« نو په مجموع کې خوندې چې په مکتب کې وې، کتابونو ته لاس رسی نه لري. موږ هغوی ته کتابونه سپارلي، ترڅو مطالعه يي کړي.»

په هېواد کې هر کال په زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ کېږي، عامو خلکو له مطالعې سره نه ذوق  له امله ډېرې یوازې په کتابتونونو کې پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist