Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګه: که پاڅونوال مدیریت نه شي، پر لوی سرخوږي به بدل شي

admin by admin
2021/06/29

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، اندېښنه لري، که د هېواد پرکچه راپورته شوي ولسي پاڅونوال مدیرت نه شي، د هېواد راتلونکي امینت ته به  په لوی سرخوږي بدل شي.

دوی له حکومته غوښتنه وکړه، چې ولسي پاڅونوال دې د سیمه ییزې اردو په چوکاټ کې جذب او فعالیت دې یې قانوني کړي.

د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي:«  تاسو ګورئ، دا کوم مشران چې اوس د شل کلن حکومت یا وروسته د ۶ کلن حکومت  په مخالفت کې اخته دي، ټول همدې ملیشو قدرت ته رسولي دي. زموږ هغه نظامي احزاب، چې دوی اوس هم له هغې کار اخلي، لامل یې دا  د نن غلطۍ، ستونزې  او ناورینونه دي. »

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« ولسي پاڅوالو ته دا خلک مخکې نه کړئ. ولسي جرګه باید د دې خلکو مخالفت وکړي. ځکه دا هماغه خلک دي،چې زموږ هېواد ته یې ناورین راوړی دی او نه شي کولائ،هېواد له دې بحرانه راوباسي. ټول که د ولسي پاڅونوالو په نوم دي، یا د ملیشو په نوم دي، یا هر بل چې نوم چې ورکوي. دا ټول باید د دولت تشکیل ته ولاړ شي. »

په ورته وخت کې یو شمېر نور وکیلان بیا ولسي پاڅونونه ګټور او د وخت اړتېا یې بولي.

دوی وایي، خلک د خپلو ځواکونو په ملاتړ راپورته شوي او له دولت غواړي،چې امکانات ورته برابر کړي.

وکیلان وایي، حکومت دې د اردو په لیکو کې څلوېښت سلنه تشه پر سیمه ییزو  پاڅونوالو ډکه کړي.

د ولسي جرګې غړی میرزا احمد ک ټوازی وايي:«  نن بیا هم د ملت پر استازو غږ کوم، چې ملي قیام ته اړتیا ده، ترڅو موږ له دې ۴۲ کلنې کړغېړنې جګړې چې د پاکستان  او ملاتړو له خوا یې پر موږ تپل شوې،ټول ولسونه که قیام ونه کړي، هره ورځ به وژل کېږو.»

دوی دا خبرې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې د هېواد ډېری ولایتونو کې ولسي پاڅونوال د  افغان ‌ځواکونو پر ملاتړ او د طالبانو پرضد  وسله پورته کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist