د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، افغان ځواکونه جګړه کې برلاسي دي او له لاسه وتلې زیاتې سیمې یې بېرته نیولې دي.
د احمدزي په خبره، په کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبلې هم اوښتې ده.
احمدزي زیاته کړه:« موږ هغه سیمي بېرته نیولي دي، چي په تېره څه موده کې افغان ځواکونو له لاسه ورکړې وې او ترڅنګ یې په کندهار بلخ او هلمند ولایتونو کي وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.»
خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي، چې وسله والو یې په تخار، پکتیکا او غزني ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ نېولې دي.
ذبیح الله مجاهد وايي« طالبانو په غزني کي مقر خواجه عمري، پکتیکا خوش امند، د تخار رستاق ولسوالۍ نیولي دي او د حکومتي ځواکونو له لوري بېرته نه دي نیول شوي.»
د خلکو استازي او شنونکي بیا نیوکه کوي، چې ځينې ولسوالۍ او سیمې پر وخت سرتېرو ته د اکمالاتو د نه رسېدو له امله له لاسه وتلي دي.
د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال وايي: « د افغان ځواکونو په مدیریت کي ضعف دی او همدا دضعف لامل دی، چې ولسوالۍ سقوط کوي او ترڅنګ یې د یو شمېر هېوادونو ګټې دي چې ولسوالۍ سقوط کوي.»
د روانو جګړو له امله د هېواد په پنځلس ولایتونو کې له ۱۰ زرو زیاتې کورنۍ بېځایه شوي او دا مهال پرته له سرپنا سختې شپې او ورځې تېروي.