Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: له طالبانو بېرته ګڼ شمېر سېمې نیول شوي.

admin by admin
2021/06/28

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، افغان ځواکونه جګړه کې برلاسي دي او له لاسه وتلې زیاتې سیمې یې بېرته نیولې دي.

د احمدزي په خبره، په کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې وسله‌ والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبلې هم اوښتې ده.

احمدزي زیاته کړه:« موږ هغه سیمي بېرته نیولي دي، چي په تېره څه موده کې افغان ځواکونو له لاسه ورکړې وې او ترڅنګ یې په کندهار بلخ او هلمند ولایتونو کي وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.»

خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي، چې وسله‌ والو یې په تخار، پکتیکا او غزني ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ نېولې دي.

ذبیح الله مجاهد وايي« طالبانو په غزني کي مقر خواجه عمري، پکتیکا خوش امند، د تخار رستاق ولسوالۍ نیولي دي او د حکومتي ځواکونو له لوري بېرته  نه دي نیول شوي.»

د خلکو استازي او شنونکي بیا نیوکه کوي، چې ځينې ولسوالۍ او سیمې پر وخت سرتېرو ته د اکمالاتو د نه رسېدو له امله له لاسه وتلي دي.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال  وايي: « د افغان ځواکونو په مدیریت کي ضعف دی او همدا دضعف لامل دی، چې ولسوالۍ سقوط کوي او ترڅنګ یې د یو شمېر هېوادونو ګټې دي چې ولسوالۍ سقوط کوي.»

د روانو جګړو له امله د هېواد په پنځلس ولایتونو کې له ۱۰ زرو زیاتې کورنۍ بېځایه شوي او دا مهال پرته له سرپنا سختې شپې او ورځې تېروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist