هېواد کې د کورونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي،خو د اکسیجن کمښت لا هم هغه ننګونه ده،چې په روغتونونو کې یې ناروغان د مرګ تر پولې رسولي دي.
د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، په ای سي یو یا عاجل واټ کې داسې ناروغان هم شته، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ بالونه اکسیجن ته اړتېا لري، چې رسېدنه ورته سخته او په ځینو حالاتو کې ان ناممکنه ده.
د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر بصیر وايي: « له موږ سره داسې ناروغان هم بستر دي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ بالونه اکسیجن مصرفوي، چې مصرف یې ډېر لوړ دی.»
حکومت اوس مهال له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه بېلابېلو ولایتونو ته د اکسیجن بالونونه واردوي، خو د کورونا وبا ګواښ او ناروغانو حالت ته په کتو ټولو ناروغانو ته بسنه نه کوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي، ډېر ژر د اکسیجن کمښت ستونزه حل کړي او له نورو هېوادونو اکسیجن وپېري.
د یاد وزارت مرستیال ویاند میروس علیزی وايي:« هڅه مو دا ده، چې کوم ګواښ د اکسیجن د کمښت په برخه کې موجود دی، هغه رفع شي.»
عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي، چې یوه شپه او ورځ کې د کورونا وبا له امله ۶۴ کسان مړه شوي او ۱۴۰۷ کسان پرې اخته شوي دي.
یو تن ناروغ لرونکی وايي:« له خلکو غوښتنه کوم، چې روغتیايي سپارښتنو ته دې پام وکړي، له ګڼې ګوڼې دې ځان ساتي. ماسک کارول او لاس وېنځل دې نه هېروي.»
د کورونا وبا انګلیسي بڼه په داسې حال کې مخ په پراخېدو ده، چې عامې روغتیا وزارت یې د نوې بڼې (ډېلټا+پلس) د راښکاره کېدو په تړاو خبر ورکوي.
عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا دلتا بڼې ګواښ هم زیات دی، چې د نورو بڼو پرتله یې خپراوی چټک او ضخامت یې زیات دی، چې تر دې مهاله یې ۱۱ کسان نیولي دي.