Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه؛ د اکسیجن کمښت ستونز لاهم نه ده حل شوې

admin by admin
2021/06/28

هېواد کې د کورونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي،خو د اکسیجن کمښت لا هم هغه ننګونه ده،چې په روغتونونو کې یې ناروغان د مرګ تر پولې رسولي دي.

  د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، په ای سي یو یا عاجل واټ کې داسې ناروغان هم شته، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ بالونه اکسیجن ته اړتېا لري، چې رسېدنه ورته سخته او په ځینو حالاتو کې ان ناممکنه ده.

د افغان جاپان روغتون یو  ډاکټر بصیر وايي: « له موږ سره داسې ناروغان هم بستر دي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ بالونه اکسیجن مصرفوي، چې مصرف یې ډېر لوړ دی.»

‌حکومت اوس مهال له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه بېلابېلو ولایتونو ته د اکسیجن بالونونه واردوي، خو د کورونا وبا ګواښ او ناروغانو حالت ته په کتو ټولو ناروغانو ته بسنه نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي، ډېر ژر د اکسیجن  کمښت ستونزه حل کړي او له نورو هېوادونو اکسیجن وپېري.

د یاد وزارت مرستیال ویاند میروس علیزی وايي:« هڅه مو دا ده، چې کوم ګواښ د اکسیجن د کمښت په برخه کې موجود دی، هغه رفع شي.»

 عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي، چې یوه شپه او ورځ کې د کورونا وبا له امله ۶۴ کسان مړه شوي او ۱۴۰۷ کسان پرې اخته شوي دي.

یو تن ناروغ لرونکی وايي:« له خلکو غوښتنه کوم، چې روغتیايي سپارښتنو ته دې پام وکړي، له ګڼې ګوڼې دې ځان ساتي. ماسک کارول او لاس وېنځل دې نه هېروي.»

د کورونا وبا انګلیسي بڼه په داسې حال کې مخ په پراخېدو ده، چې عامې روغتیا وزارت یې د نوې بڼې (ډېلټا+پلس) د راښکاره کېدو په تړاو خبر ورکوي.

عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا دلتا بڼې ګواښ هم زیات دی، چې د نورو بڼو  پرتله یې خپراوی چټک او ضخامت یې زیات دی، چې تر دې مهاله یې ۱۱ کسان نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist