Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: ولسي پاڅونوال د سېمو بېرته نیولو کې ګټور ثابت شوي

admin by admin
2021/06/28

 د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، پاڅون کوونکو چې په خپلو سېمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړې ته تیاری نیولی،د سیمو په ساتلو، بېرته نېولو او د وسله ‌والو ډلو د فعالیتونو په دفع کولو کې مهم  دي.

امان زیاته کړه:« ولسي پاڅونوال له موږ سره په همغږۍ د افغان ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي. د دوی ملاتړ بې شکه چې د طالبانو په ځپلو او دغه راز   د یو شمېر سېمو په بېرته نیولو کې مهم دی. »

افغان حکومت له وړاندې ویلي، پاڅونوالو ته یې وسلې او اکمالات نه دي ورکړي او نه د ملیشه جوړونې هوډ لري.

د زرګونه پاڅونوالو په تړاو دا اندېښنې هم شته،چې د هېواد راتلونکي امنیت ته به په لوی ګواښ بدل شي،خو امنیت شورا بیا  وایي، ښايي پاڅون کوونکي د سیمه ییزې اردو لیکو ته جذب کړي او فعالیت به یې قانوني وي.

بل پلو یو شمېر پخواني پوځیان هم په اوس کې ولسي پاڅونونه ګټور بولي،خو د پاڅونکوونکو پر کنټرول ټینګار کوي.

پخوانی پوځي جنرال ثمر سادات وايي: « ولسي پاڅونوال باید د ملي دفاع او  کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت په چوکات کې تنظیم شي. د دوی له لوري باید سوق او اداره شي. دا افغانستان کې  د ثبات او  امنیت  ټېنګښت له پاره مهم دي. »

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړ، بادغیس، سرپل، بلخ، بدخشان، تخار، کندز، پروان، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کابل ولایتونو کې زرګونه ولسي ‌پاڅونوالو د افغان‌ ځواکونو پر ملاتړ او د وسله ‌والو طالبانو پر ضد وسله پورته کړه.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو زیات پاڅونوال په ننګرهار او لغمان کې دي،چې شمېر یې څلور زره ښودل شوی او دوه زره په بلخ ولایت کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist