د شنبې پر شپه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر جو بایډین له لېدو څو ساعته مخکې، کندز او بغلان ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو پر طالبانو بمونه غورځولي.
دا بریدونه، د بهرنیانو د وتلو بهیر له پیل وروسته بې ساري دي، چې په روان وضعیت کې مجبوري ګڼل کیږي.
د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي:« که حالت همدا شان دوام وکړي، نو امریکايان او نړیوال به اړ شي، چې بیا افغانستان کې مداخله وکړي او جګړه به لا اوږده شي.»
د سیاسي شنونکي بیا ټېنګار کوي،چې بریدونه او وژنې د حل لار نه ده او د بهرنیانو په ګډون دې د جګړې ښکیلې غاړې د سولې پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی لمر نیازی وايي: « د هغې اوږدې بې مانا مودې وروسته چې سولې ته ورکړل شوې وه. وسله وال طالبان بیا بیا د مزاکرې له مېزه پر شاه شوي دي.نو ښايي نړیوالې ټولنې پر دې فکر کړی وي،چې د یوې موازینې برابرولو په خاطر باندې اړېنه ده، یا مهمه بللې، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د طالبانو خلاف بېلابېلو ځایونو کې شدیدو حالاتو کې هوايي برېدونه ترسره کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی اجمل زرمتی وايي:« که دلته هرڅومره بمبارۍ وشي، نو هغومره به د تلفات زیات شي او د خلکو نفرتونه به راوپاروي. ښه به دا وي، چې موږ سولې ته ولاړ شو. د سولې کوم باب چې پرانېستل شوی، باید وغځول شي. یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي او همدا راز د افغانستان دننه هم رامنځته شي، دا زموږ د ټولو غوښتنه ده. دوی کاشکې دا غوښتنه کړې وه، چې د سولې پر وړاندې کوم خنډونه موجود دي، دا باید لرې شي. »
بل پلو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو، طالبان قهرولي او په یوه خبرپاڼه کې یې توند غبرګون ښودلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« موږ د هېواد په ځینو ولاياتو کې د امريکايي ځواکونو له خوا بمبارۍ په کلکو ټکو غندو. داسې کړنې پارونکې دي او غبرګون ته زمينه برابروي. »
پر طالبانو د بهرنیو ځواکونو بریدونه، دوی ته د امریکا پیغام بلل کېږي، چې افغان ځواکونو سره بهرنی ملاتړ شته.
اوس به ولېدل شي، چې دغه بریدونه او روان وضعیت د بهرنیانو د وتو بهیر، چې تل مشروط او وضعیت سره تړلی یاد شوی، اغیزمنوي یا نه؟