Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندز او بغلان کې جګړه؛ بهرنیو ځواکونو پر طالبانو برېدونه کړي.

admin by admin
2021/06/27

د شنبې پر شپه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر جو بایډین له لېدو څو ساعته مخکې، کندز او بغلان ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو پر طالبانو بمونه غورځولي.

دا بریدونه، د بهرنیانو د وتلو بهیر له پیل وروسته بې ساري دي، چې په روان وضعیت کې مجبوري ګڼل کیږي.

د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي:« که حالت همدا شان دوام وکړي، نو امریکايان او نړیوال به اړ شي، چې بیا افغانستان کې مداخله وکړي او جګړه به لا اوږده شي.»

د سیاسي شنونکي بیا ټېنګار کوي،چې بریدونه او وژنې د حل لار نه ده او د بهرنیانو په ګډون دې د جګړې ښکیلې غاړې د سولې پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی لمر نیازی وايي: « د هغې اوږدې بې مانا مودې وروسته چې سولې ته ورکړل شوې وه. وسله وال طالبان بیا بیا د مزاکرې له مېزه پر شاه شوي دي.نو ښايي نړیوالې ټولنې پر دې فکر کړی وي،چې د یوې موازینې  برابرولو په خاطر باندې اړېنه ده، یا مهمه بللې، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د طالبانو خلاف بېلابېلو ځایونو کې  شدیدو حالاتو کې هوايي برېدونه ترسره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اجمل زرمتی وايي:« که دلته هرڅومره بمبارۍ وشي، نو هغومره به د تلفات زیات شي او د خلکو نفرتونه به راوپاروي. ښه به دا وي، چې موږ سولې ته ولاړ شو. د سولې کوم باب چې پرانېستل شوی، باید وغځول شي.  یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي او همدا راز د افغانستان دننه هم رامنځته شي، دا زموږ د ټولو غوښتنه ده. دوی کاشکې دا غوښتنه کړې وه، چې د سولې پر وړاندې کوم خنډونه موجود دي، دا باید لرې شي. »

بل پلو د  بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو، طالبان قهرولي او په یوه خبرپاڼه  کې یې توند غبرګون ښودلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« موږ د هېواد په ځینو ولاياتو کې د امريکايي ځواکونو له خوا بمبارۍ په کلکو ټکو غندو. داسې کړنې پارونکې دي او غبرګون ته زمينه برابروي. »

پر طالبانو د بهرنیو ځواکونو بریدونه، دوی ته د امریکا پیغام بلل کېږي، چې افغان ځواکونو سره بهرنی ملاتړ شته.

 اوس به ولېدل شي، چې دغه بریدونه او روان وضعیت د بهرنیانو د وتو بهیر، چې تل مشروط او وضعیت سره تړلی یاد شوی، اغیزمنوي یا نه؟

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist