نیستۍ یې جوالیتوب ته مجبور کړ، خو خپل کړی هوډ یې مات نه کړ؛ که څه هم د ژوند ډېرې سختې یې ګاللې خو وایي اوس یې د ډاکټرۍ ارمان په پوره کېدو دی.
واجد الله چې د خوست اوسېدونکی دی، د کانکور په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.
واجد الله وايي:« په خپله مې کار کړی، په مټ مې سامان وړی، کراچي مې چلولې. دا مې د دې لپاره وکړل چې ځینو خلکو به ویل پیسې چې ونه لرې هیڅ هم نه شې کولای. اوس زما بریا د هغو لپاره یو عبرت دی.»
واجدالله وايي، که څوک په رښتيني توګه د زده کړو اراده ولري، هيڅ ډول ستونزه يې مخه نه شي نيولی. د نوموړي په خبره، غواړي دغه بریاليتوب يې هوډ لا پیاوړی کړی او وکولای شی چې د لوړو زده کړو لپاره د ټولو شته ستونزو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.
نوموړی زیاتوي:« زه د خپل ژوند په سختیو پښیمانه نه یم، زه اوس خوښ یم زه به له دې وروسته هم له سختیو سره مبارزه کوم.»
د واجدالله پلار دينه ګل خوښ دی چې زوی يې په ښو نومرو طب پوهنځي ته بريالی شوی. هغه که څه هم خپله زده کړې نه دې کړې، خو وايي هيله يې دا ده چې دده په څير هر مور او پلار په خپلو اولادونو زده کړې وکړي، څو د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
دینه ګل څرګندوي:« د واجدالله استادانو ډېر خوښ یم چې له ده سره یې په زده کړو کې مرسته کړې. موږ باید هېواد ته د علم له لارې خدمت وکړو.»
نقیب رسول کلیوال چې د واجدالله د زده کړو د لومړي مهال ښوونکی دی د هغه د وړتياوو ستاينه کوي او وايي سره له دې چې اقتصادي وضيعت يې ډېر کمزوری و او نيمه ورځ ښار کې په کار مصروف و، خو بيا هم له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې اول نمره پاتې شوی.
نقیب رسول کلیوال وویل:« د هر استاد فکر او ذهن ده ته وو کله به چې له ښوونځي رخصت شو د هنداونو کلي مخې ته په سبزي منډيي کې به یې کراچۍ چلوله او د کور لپاره به یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.»
واجدالله چې د شپې په تیارو کې یې د خپل روښانه راتلوونکي په موخه خپلې هیلې پاللې او ښوونځي ته له تګ سره هم مهاله یې مزدوري کوله، وایي پوهیده چې دا سفر یې له ډېرو سختو سره مل دی، څو د خپلې کورنۍ له مالي ستونزو سره هم مهاله زده کړو ته دوام ورکړي. خو زیاتوي دده دا بریا به ځوانانو ته الهام ورکړي څو هیڅ ډول شرایطو ته تسلیم نه شي.