Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې هغه زده کوونکی طب پوهنځي ته بريالی شوی چې جواليتوب يې کاوه

خوست کې هغه زده کوونکی طب پوهنځي ته بريالی شوی چې جواليتوب يې کاوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/23

نیستۍ یې جوالیتوب ته مجبور کړ، خو خپل کړی هوډ یې مات نه کړ؛ که څه هم د ژوند ډېرې سختې یې ګاللې خو وایي اوس یې د ډاکټرۍ ارمان په پوره کېدو دی.

واجد الله چې د خوست اوسېدونکی دی، د کانکور په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

واجد الله وايي:« په خپله مې کار کړی، په مټ مې سامان وړی، کراچي مې چلولې. دا مې د دې لپاره وکړل چې ځینو خلکو به ویل پیسې چې ونه لرې هیڅ هم نه شې کولای. اوس زما بریا د هغو لپاره یو عبرت دی.»

واجدالله وايي، که څوک په رښتيني توګه د زده کړو اراده ولري، هيڅ ډول ستونزه يې مخه نه شي نيولی. د نوموړي په خبره، غواړي دغه بریاليتوب يې هوډ لا پیاوړی کړی او وکولای شی چې د لوړو زده کړو لپاره د ټولو شته ستونزو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

نوموړی زیاتوي:« زه د خپل ژوند په سختیو پښیمانه نه یم، زه اوس خوښ یم زه به له دې وروسته هم له سختیو سره مبارزه کوم.»

د واجدالله پلار دينه ګل خوښ دی چې زوی يې په ښو نومرو طب پوهنځي ته بريالی شوی. هغه که څه هم خپله زده کړې نه دې کړې، خو وايي هيله يې دا ده  چې دده په څير هر مور او پلار په خپلو اولادونو زده کړې وکړي، څو د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

دینه ګل څرګندوي:« د واجدالله استادانو ډېر خوښ یم چې له ده سره یې په زده کړو کې مرسته کړې. موږ باید هېواد ته د علم له لارې خدمت وکړو.»

نقیب رسول کلیوال چې د واجدالله د زده کړو د لومړي مهال ښوونکی دی د هغه د وړتياوو ستاينه کوي او وايي سره له دې چې اقتصادي وضيعت يې ډېر کمزوری و او نيمه ورځ ښار کې په کار مصروف و، خو بيا هم له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې اول نمره پاتې شوی.

نقیب رسول کلیوال وویل:« د هر استاد فکر او ذهن ده ته وو کله به چې له ښوونځي رخصت شو د هنداونو کلي مخې ته په سبزي منډيي کې به یې کراچۍ چلوله او د کور لپاره به یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.»

 واجدالله چې د شپې په تیارو کې یې د خپل روښانه راتلوونکي په موخه خپلې هیلې پاللې او ښوونځي ته له تګ سره هم مهاله یې مزدوري کوله، وایي پوهیده چې دا سفر یې له ډېرو سختو سره مل دی، څو د خپلې کورنۍ له مالي ستونزو سره هم مهاله زده کړو ته دوام ورکړي. خو زیاتوي دده دا بریا به ځوانانو ته الهام ورکړي څو هیڅ ډول شرایطو ته تسلیم نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist