Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:امنیتي ځواکونو د سید کرم او احمد اباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونېولې.

admin by admin
2021/06/26

  د پکتیا ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د  سیدکرم او احمد اباد ولسوالۍ د وسله والو له شتونه پاکې کړي او په خبره یې د ختیځو نورو ولسوالیو د نیولو عملیات روان دي.

دوی وايي، له عملیاتو سره هم مهاله د ولسوالیو له نیولو سره سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کیږي او عملیات به تر هغه دوام وکړي ، چې ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته نه وي نیول شوي .

د سید کرم ولسوالۍ له پاره نوی ټاکلی شوی  ولسوال علي جان محمدي  له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

محمدي زیاته کړه:« د ولسوال په توګه زه  لومړی پر خپل ولس غږ کوم،چې راپورته شي، خپله ولسوالي، کلی او سېمې دې وساتي. له خپلې خاورې او سېمې دې په مېړانه دفاع وکړي او ترڅنګ یې امنیتي ځواکونه هم شته. »

اوونۍ وړاندې د پکتیا د ۱۴ ولسوالیو له ډلې نهه یې د طالبانو لاس ولوېدې، چې له ډلې یې سید کرم او احمد اباد ولسوالۍ بېرته نیول شوي دي.

د امینه قوماندان سمونوال ایمل نیازي وايي، پیل شوي عملیات به تر هغې پورې دوام وکړي، ترڅو چې ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته نه وي نیول شوي.

 نیازی زیاته کړه:« دا عملیات به دوام وکړي، تر ډنډ پټان ولسوالۍ پوري،چې اخري او سرحدي ولسوالي ده. انشاء الله دا ټولې سېمې به پاکېږي او امنیتي ځواکونه به په کې ځای پر ځای شي. زموز پرسونل روحیه ډېره لوړه او دلته ښه همغږي لرو. »

چارواکي وايي، د ولسوالیو له نېول کېدو  وروسته به له هغو امنیتي کسانو او قومي مشرانو سره قانوني چلند وشي، چې د سېمو په پرېښودلو کې یې له وسله والو سره همکاري کړي ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist