د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځايی وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې څلور ولسوالۍ کلابنده وې،چې هوایي ځواک ور ونه لیږل شو او میرزکې ولسوالۍ دری ورځې وړاندې او اریوب ځاځیو، احمدخیلو او لجه منګل وړمه ورځ د طالبانو له لوري ونیول شوې.
ځايي زیاته کړه: « په ځلونو مو له مرکزي حکومت سره غوښتنه شریکه کړې. له ولايت سره مو هم شریکه کړې. په دې اړه هېچ چا نه هوايي او نه هم زمیني مرسته کړې. »
د پکتیا اوسیدونکي هم د مرکزي حکومت په نه پاملرنې تور پورې کوي او وایي، د ناغېړۍ له امله څلور ولسوالۍ طالبانو نیولي چې بېرته نیول به یې ډېر وخت ته اړتېا ولري.
د پکتیا اوسېدونکی دین ګل وايي: « لاملونه یې د شاتګ منفي پایلې دا دي. یو وارې ولسوالۍ سقوط کوې، پوسته سقوط کوې، وروسته یې بیا نیسي، ښايي بیا تلفات ولري.»
۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د اریوب ځاځيو، لجه منګل او احمدخیلو ولسوالیو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي او وایي، د سیمو بېرته نیولو پر پلان کار روان دی او نږدې ورځو کې به عملیات پیل شي.
مومند زیاته کړه: « په ځاځي اریوب او لجه منګل ولسوالیو ګڼ وسله وال وژل شوي دي. جنګي حالت کې دا معمول ده، چې کله لږ مخکې او کله لږ وروسته شې. موږ د ولسوالیو بېرته نیولو لپاره ښه جامع پلان لرو.»
د طالبانو له لوري د لجه منګل ، احمدخیلو او اریوب ځاځيو او میرزکې ولسوالیو له نیول کېدو وروسته اوس څمکني ، پټان او جاني خیلو ولسوالۍ له ګواښ سره مخ دي او ولایتي شورا د بېړني اقدام غوښتنه کوي.