Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د پکتیا ولایتي شورا:د مرکزي حکومت نه پاملرنې له امله ولسوالۍ په پرلپسې ډول د طالبانو لاسته لوېږي.

admin by admin
2021/06/23

د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځايی وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې څلور ولسوالۍ کلابنده وې،چې هوایي ځواک ور ونه لیږل شو او میرزکې ولسوالۍ دری ورځې وړاندې او اریوب ځاځیو، احمدخیلو او لجه منګل وړمه ورځ د طالبانو له لوري ونیول شوې.

ځايي زیاته کړه: « په ځلونو مو له مرکزي حکومت سره غوښتنه شریکه کړې. له ولايت سره مو هم شریکه کړې. په دې اړه هېچ چا نه هوايي او نه هم زمیني مرسته کړې. »

 د پکتیا اوسیدونکي هم د مرکزي حکومت په نه پاملرنې تور پورې کوي او وایي، د ناغېړۍ له امله څلور ولسوالۍ طالبانو نیولي چې بېرته نیول به یې ډېر وخت ته اړتېا ولري.

د پکتیا اوسېدونکی دین ګل وايي: « لاملونه یې  د شاتګ منفي پایلې دا دي. یو وارې ولسوالۍ سقوط کوې، پوسته سقوط کوې، وروسته یې بیا نیسي، ښايي  بیا تلفات ولري.»

۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د  اریوب ځاځيو، لجه منګل او احمدخیلو ولسوالیو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي او وایي، د سیمو بېرته نیولو پر پلان کار روان دی او نږدې ورځو کې به عملیات پیل شي.

مومند زیاته کړه: « په ځاځي اریوب او لجه منګل ولسوالیو ګڼ وسله وال وژل شوي دي. جنګي حالت کې دا معمول ده، چې کله لږ مخکې او کله لږ وروسته شې. موږ د ولسوالیو بېرته نیولو لپاره ښه جامع پلان لرو.»

د طالبانو له لوري د  لجه منګل ، احمدخیلو او اریوب ځاځيو او میرزکې ولسوالیو له نیول کېدو وروسته اوس څمکني ، پټان او جاني خیلو ولسوالۍ له  ګواښ سره مخ دي او ولایتي شورا د بېړني اقدام غوښتنه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist