روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۹۳ کسان مړه شوي دي.
د وزارت په خبره، د نویو مړېنو په ثبت سره د کورونا وبا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴ زره او ۲۱۵ ته پورته شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې د کورونا ۱۹۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۱۰۳ زره او ۹۲۱ ته لوړ شو.
عامې روغتیا وزارت هم مني،چې هېواد پر کورونا وبا د ټولو اخته او مړو شویو اصلي شمېر ښايي د دې څو برابره لوړه وي.
افغانستان دمګړۍ د کورونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی او دا څپه د پخوانیو دوو څپو پرتله ډېره مرګونې ثابته شوې ده.
د روغتیا وزارت سپارښتنې او لارښوونې دا دي، چې خلک دې کورونا وبا جدي وګڼې، له ګڼې ګوڼې ډک ځایونو ته له تګ ډډه وکړي او د لاس وینځلو سربیره دې ماسکونه هم وکاروي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.