Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وبا؛ افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۹۳ کسان مړه شوي.

admin by admin
2021/06/20

روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۹۳ کسان مړه شوي دي.

د وزارت په خبره، د نویو مړېنو په ثبت سره د کورونا وبا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴ زره او ۲۱۵ ته پورته شو.

 دغه راز بیا په همدې موده کې د کورونا ۱۹۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره  د ټولو پېښو شمېر ۱۰۳ زره او ۹۲۱ ته لوړ شو.

عامې روغتیا وزارت هم مني،چې هېواد  پر کورونا وبا  د ټولو اخته او مړو شویو اصلي شمېر ښايي د دې څو برابره لوړه وي.

افغانستان دمګړۍ د کورونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی  او دا څپه د پخوانیو دوو څپو پرتله ډېره مرګونې ثابته شوې ده.

د روغتیا وزارت سپارښتنې او لارښوونې دا دي، چې خلک دې کورونا وبا جدي وګڼې، له ګڼې ګوڼې ډک ځایونو ته له تګ ډډه وکړي  او د لاس وینځلو سربیره دې ماسکونه هم  وکاروي.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist