Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا ولایتي شورا: میرزکې ولسوالي له مقاومت پرته طالبانو ته پرېښودل شوې.

admin by admin
2021/06/20

 د پکتیا میرزکې ولسوالي پرون شپه د طالبانو لاس ته لوېدلې او امنیتي ځواکونو سیدکرم ته شاتګ کړی دی.

ولایتي شورا وایي، یاده  ولسوالي له مقاومت پرته طالبانو پرښودل شوې ده .

 د پکتیا ولایتي شورا غړی جنت خان څمکنی  وايي: « رېښتا هم پرون شپه شااوخوا ۱۲ بجې د میرزکې ولسوالي طالبانو نیولې ده. ولسوالۍ بې له جګړې پرېښودل شوې. دا زموږ خپلمنځي نا همغږي ثابتوي، چې ښايي نورې ولسوالۍ هم له لاسه ورکړو.»

بل پلو د  میرزاکې ولسوالۍ اوسېدونکي طالبانو ته  د ولسوالۍ پرېښودل قصدي عمل بولي او وایي، دا ولسوالۍ له  مقاومت پرته طالبانو ته سپارل شوې ده .

د میرزکې اوسېدونکی وايي: «  له ولایته ورسره مرسته ونه شوه. همدا لامل وو، چې هغوی له مجبوریته ورته ولسوالۍ پرېښودله.»

د میرزکې تر څنګ لجه منګل ، احمدخیل او اریوب ځاځیو ولسوالۍ  له تېرو دوو اونیو راهیسې کلابندې دي.

د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وایي، که پر وخت ورته اکمالات ونه شي، دری واړه ولسوالۍ به  د طالبانو لاسته ورشي.

ځاځي زیاته کړه: «  اوس د لجه منګل، احمد خېل او اریوب ځایونو ولسوالیو ته سور څراغ دی. که پر وخت ورته تدابېر ورته ونه نېول شي، ښايي دا ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ورشي.»

امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، میرزاکې ولسوالۍ یې پرون شپه په بشپړ ډول نیولې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist