د پکتیا زرمت ولسوالۍ ځوانانو شورا غړي وايي، په دې ولسوالۍ کې د ښکیلو غاړو تر منځ د جګړې شدت په تړاو اندېښمن دي او وايي، که حکومت پر وخت ګام پورته نه کړي، دا ولسوالۍ به سقوط شي.
دوی وايي، د جګړو له له امله شااوخوا ۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي او غزني، ګردیز او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوي دي.
د زرمت ځوانانو شورا مشر برملا کبري وايي: « عام خلک له انساني ناورین سره مخ دي. یو لور ته یې هم مخ نه اوړي. په کورونو کې بند پاتې دي. کورونا وبا هم خلک سخت اغېزمن کړي، چې د جګړې له امله ان نه شي کولائ، درمل واخلي. »
دوی د عامو خلکو د وژل کېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ او پر طالبانو یې هم غږ وکړ، چې په جګړه کې دې د عامو خلکو له کورونو ګټه نه اخلي.
د زرمت ځوانانو شورا غړی هدایت الله زرمت وايي: « هېله مو دا ده، چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي او روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»
زرمت کې روانه جګړه او له بل لوري کورونا وبا دوه هغه لاملونه په ګوته شول، چې په دې ولسوالۍ کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي.
د زرمت شورا غړي وايي، خلک د جګړو له وېرې روغتیايي چوپړتېاوو ته لاسرسی نه لري او په کورونو کې کلابند دي او همدا لامل دی چې هره ورځ کورونا وبا هم له خلکو ژوند اخلي.
د زرمت شورا له طالبانو او حکومت غوښتنه وکړه،چې نور دې د عام ولس وژنې ته د پای ټکی کېږدي.