Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا زرمت ځوانانو شورا: د جګړو شدت اندېښمن کړي یو.

admin by admin
2021/06/16

د پکتیا زرمت ولسوالۍ ځوانانو شورا غړي وايي، په دې ولسوالۍ کې د ښکیلو غاړو تر منځ د جګړې شدت په تړاو اندېښمن دي او وايي، که حکومت پر وخت ګام پورته نه کړي، دا ولسوالۍ به سقوط شي.

دوی وايي، د جګړو له له امله شااوخوا ۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ  د خپلو کورونو  پرېښودو ته اړې شوي او غزني، ګردیز او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوي دي.

د زرمت ځوانانو شورا مشر  برملا کبري وايي: «  عام خلک له انساني ناورین سره مخ دي. یو لور  ته یې هم مخ  نه اوړي. په کورونو کې بند پاتې دي. کورونا وبا هم خلک سخت اغېزمن کړي، چې د جګړې له امله ان نه شي کولائ، درمل واخلي. »

دوی د عامو خلکو د وژل کېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ او پر طالبانو یې هم غږ وکړ، چې په جګړه کې دې د عامو خلکو له کورونو ګټه نه اخلي.

 د زرمت ځوانانو شورا غړی هدایت الله زرمت وايي: « هېله مو دا ده، چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي او روانه جګړه  ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

زرمت کې روانه جګړه او له بل لوري کورونا وبا دوه هغه لاملونه په ګوته شول، چې په دې ولسوالۍ  کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي.

د زرمت شورا غړي وايي، خلک د جګړو له وېرې روغتیايي چوپړتېاوو ته لاسرسی نه لري او په کورونو کې کلابند دي او همدا لامل دی چې هره ورځ کورونا وبا هم له خلکو ژوند اخلي.

د زرمت شورا له طالبانو او حکومت غوښتنه وکړه،چې نور دې د عام ولس وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist