د اسلامي امارت د رهبر ملا هبة الله اخندازاده په اختریز پیغام کې د شریعت په چوکاټ کې له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ټینګښت ټېنګار شوی دی.
په دغه پیغام کې ټینګار دا دی چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ له هېوادونو سره د شریعت له چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دغه برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی هم دی.
له نړۍ سره د تعامل او رسمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت دغه دریځ ته تمې پیدا شوي چې ګني دا کولی شي چې د افغانانو سیاسي ستونزه ورحل کړي.
تحلیل کوونکي وايي، د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت غوښتنه ستر نرمښت دی چې افغان لوري ښودلی.
دوی وايي، له نړۍ سره د اړیکو ټینګښت په برخه کې دغه ډول دریځونه کولی شي چې افغانستان له اوسني وضعیته چې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی وباسي.
دغه راز دوی غوښتنه کوي چې نړیوالو ته هم اوس پکار ده چې خپل دریځونه نرم کړي او له افغان حکومت سره د رسمي اړیکو ټینګښت ته راودانګي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزداه مسعود وايي:« د افغانستان ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره دا ایجابوي، چې موږ له نړیوالې ټولنې سره هغه که ګاونډیان دي، هغه که له ګاونډ ور اخوا هېوادونه دي، ستر هېوادونه دي، ټولو سره د متقابل احترام پر اساس باندې باید د تعامل لاره خپله کړو. په دې کې مو ګټې خوندي دي، د نړۍ ګټې هم خوندي دي. زه هېله لرم، چې نړیواله ټولنه هم په دغو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې وساتي او تعامل لاره خپله کړي.»
ځېنې نور بیا وايي، د نظام کورني او نړيوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د نړۍ هغه غوښتنې عملي کول مهمې دي چې له اسلامي اوافغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.؟
دوی وايي، د نجونو زده کړو بېرته پیل له نړۍ سره تعامل ته د رسېدو لنډه لار ده چې له دې سره به د هېوادونو پلمې هم ورختمې شي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« که چېرې غواړئ چې د ولس او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ د نړیوالو او ولس مشروع غوښتنې ومنئ. هغه عمده مسایل چې نړیوال غواړي، هغه د نجونو ښوونځي او د نجونو پوهنتونونو دروازو خلاصول دي. تر نن ورځې پورې چې نړیوال پر موږ باندې نیوکې کوي، دا زمینه موږ په خپله نړیوالو ته برابره کړې. موږ باید خپل کور خپله وساتو، په خپلو پښو ودرېږو او پر خپلو مټو او پر خپل ولس باندې اتکاء وکړو.»
د تیرکوچني اختر په پیغام کې هم د اسلامي امارت رهبر له لوري د شریعت په چوکاټ کې له هېوادونو سره په اړیکو ټینګار شوی و چې هماغه مهال یې هرکلی وشو.
نړۍ بیا د افغانستان د اوسني حکومت رسمیت پیژندنې ته شرایط وړاندې کړي، نجونو ته د زده کړې اجازه ، ښځو ته د کار حق ، بشري حقونو ته پاملرنه او داسې حکومت رامنځ ته کول چې د نړیوالو په باور ټول شموله وي خو ځینې دغه شرایط تر ډېره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یادوي.