Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

تحلیل کوونکي: نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې خپل دريځ نرم کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/16

د اسلامي امارت د رهبر ملا هبة الله اخندازاده په اختریز پیغام کې د شریعت په چوکاټ کې له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ټینګښت ټېنګار شوی دی.

په دغه پیغام کې ټینګار دا دی چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ له هېوادونو سره د شریعت له چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دغه برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی هم دی.

له نړۍ سره د تعامل او رسمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت دغه دریځ ته تمې پیدا شوي چې ګني دا کولی شي چې د افغانانو سیاسي ستونزه ورحل کړي.

تحلیل کوونکي وايي، د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت غوښتنه ستر نرمښت دی چې افغان لوري ښودلی.

دوی وايي، له نړۍ سره د اړیکو ټینګښت په برخه کې دغه ډول دریځونه کولی شي چې افغانستان له اوسني وضعیته چې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی وباسي.

دغه راز دوی غوښتنه کوي چې نړیوالو ته هم اوس پکار ده چې خپل دریځونه نرم کړي او له افغان حکومت سره د رسمي اړیکو ټینګښت ته راودانګي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزداه مسعود وايي:« د افغانستان ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره دا ایجابوي، چې موږ له نړیوالې ټولنې سره هغه که ګاونډیان دي، هغه که له ګاونډ ور اخوا هېوادونه دي، ستر هېوادونه دي، ټولو سره د متقابل احترام پر اساس باندې باید د تعامل لاره خپله کړو. په دې کې مو ګټې خوندي دي، د نړۍ ګټې هم خوندي دي. زه هېله لرم، چې نړیواله ټولنه هم په دغو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې وساتي او تعامل لاره خپله کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، د نظام کورني او نړيوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د نړۍ هغه غوښتنې عملي کول مهمې دي چې له اسلامي اوافغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.؟

دوی وايي، د نجونو زده کړو بېرته پیل له نړۍ سره تعامل ته د رسېدو لنډه لار ده چې له دې سره به د هېوادونو پلمې هم ورختمې شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« که چېرې غواړئ چې د ولس او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ د نړیوالو او ولس مشروع غوښتنې ومنئ. هغه عمده مسایل چې نړیوال غواړي، هغه د نجونو ښوونځي او د نجونو پوهنتونونو دروازو خلاصول دي. تر نن ورځې پورې چې نړیوال پر موږ باندې نیوکې کوي، دا زمینه موږ په خپله نړیوالو ته برابره کړې. موږ باید خپل کور خپله وساتو، په خپلو پښو ودرېږو او پر خپلو مټو او پر خپل ولس باندې اتکاء وکړو.»

د تیرکوچني اختر په پیغام کې هم د اسلامي امارت رهبر له لوري د شریعت په چوکاټ کې  له هېوادونو  سره په اړیکو ټینګار شوی و چې هماغه مهال یې هرکلی وشو.

نړۍ بیا د افغانستان د اوسني حکومت رسمیت پیژندنې ته شرایط وړاندې کړي، نجونو ته د زده کړې اجازه ، ښځو ته د کار حق ، بشري حقونو ته پاملرنه او داسې حکومت رامنځ ته کول چې د نړیوالو په باور ټول شموله وي خو ځینې دغه شرایط  تر ډېره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یادوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist