د عامې روغتیا وزارت ویلي، د کورونا وبا درېیمه څپه اوج ته رسېدلې او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
دغه وزارت ویلي،د ټول هېواد په کچه ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، هغه څه چې پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو.
په ټول هېواد کې د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، حوزونه تړي او هغه رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید لږ تر لږه لس مېلمانه یوه وخت کې ولري.
وزارت زیاته کړې، عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي،چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري.
د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي،چې د لمانځه پر مهال د خپل منځي لرېوالي اصل مراعت کړي.
له ښاروالیو غوښتنه شوې،چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې برابر کړي.
دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۸۸ زره ۷۴۰ ته لوړ شوی، ۳ زره او ۴۴۹ کسان ترې مړه شوي او ۶۰ زره او ۵۹۶ کسان ترې بېرته روغ شوي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپګنز پوهنتون شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۵ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۷۸ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.