Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه؛ سر له نننه بندیزونه وضع شول.

admin by admin
2021/06/12

  د عامې روغتیا وزارت ویلي، د کورونا وبا  درېیمه څپه اوج ته رسېدلې او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دغه وزارت ویلي،د ټول هېواد په کچه ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، هغه څه چې پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو.

په ټول هېواد کې د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، حوزونه تړي او هغه رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید لږ تر لږه لس مېلمانه یوه وخت کې ولري.

وزارت زیاته کړې، عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي،چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري.

د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي،چې د لمانځه پر مهال د خپل منځي لرېوالي اصل مراعت کړي.

له ښاروالیو غوښتنه شوې،چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې برابر کړي.

دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۸۸ زره ۷۴۰ ته لوړ شوی، ۳ زره او ۴۴۹  کسان ترې مړه شوي او ۶۰ زره  او ۵۹۶ کسان ترې بېرته روغ شوي. 

کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو د جان هاپګنز پوهنتون شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر  له ۱۷۵ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۷۸   میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist