د عامې روغتیا وزارت سپرست وحید مجروح وايي، خصوصې روغتونونو کې د اکسیجن زیات مصرف د کورونا وبا ناروغانو د مرګ ګواښ زیات کړی دی.
هغه وايي، همدا لامل دی، چې دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته کافي اکسیجن نه رسېږي.
مجروح زیاته کړه:« د خدای په لحاظ د اکسیجن مصرف کې اصراف مه کوئ. موږ نشو کولائ، خصوصي روغتونونو ته ولاړ شو او پر روز د اکسیجن ډبې ترې واخلو. »
دغه راز مجروح راتلونکې دوه اوونۍ ګواښوونکې یادې کړې، چې په دې موده کې به د کورونا وبا د مړینې او مثبتو پېښو ګراف د پام وړ زیات شي.
کابل کې د یوه ناروغ پایواز وايي: « مور مې شااوخوا ۱۰ ورځې په کور کې تر درملنې لاندې وه، خو کله چې حالت یې خراب شو، روغتون ته مو راوړله.»
سره له دې، چې عامې روغتیا وزارت د کورونا وبا د لا زیات خپرېدو مخنیوي په موخه د تعلیمي مرکزونو د بندیز موده دوه اوونۍ نوره هم وغځوله، خو ویل کیږي، په ۱۸ نورو ولایتونو کې به هم په دې اړه نوي محدویتونه او تدابیر وضع شي.
عامې روغتیا وزارت دا خبرې داسې مهال کوي، چې هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۸۵ زره ۸۹۳ ته لوړ شوی او څه باندې ۳ زره ۳۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۴ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۷۵ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.