Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: د اکسیجن کمښت د ناروغانو د مرګ ګواښ زیات کړی.

admin by admin
2021/06/10

 د عامې روغتیا وزارت سپرست وحید مجروح وايي، خصوصې روغتونونو کې د اکسیجن زیات مصرف د کورونا وبا ناروغانو د مرګ ګواښ زیات کړی دی.

هغه وايي، همدا لامل دی، چې دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته کافي اکسیجن نه رسېږي.

 مجروح زیاته کړه:«  د خدای په لحاظ  د اکسیجن مصرف کې اصراف مه کوئ. موږ نشو کولائ، خصوصي روغتونونو ته ولاړ شو او پر روز د اکسیجن ډبې ترې واخلو. »

دغه راز مجروح  راتلونکې دوه اوونۍ ګواښوونکې یادې کړې، چې په دې موده کې به د کورونا وبا د مړینې او مثبتو پېښو ګراف د پام وړ زیات شي.

کابل کې د یوه ناروغ پایواز وايي: « مور مې شااوخوا ۱۰ ورځې په کور کې تر درملنې لاندې وه، خو کله چې حالت یې خراب شو، روغتون ته مو راوړله.»

سره له دې، چې عامې روغتیا وزارت د کورونا وبا د لا زیات خپرېدو  مخنیوي په موخه د تعلیمي مرکزونو د بندیز موده دوه اوونۍ نوره هم وغځوله، خو ویل کیږي، په ۱۸ نورو ولایتونو کې به هم په دې اړه نوي محدویتونه او تدابیر وضع شي.

عامې روغتیا وزارت دا خبرې داسې مهال کوي، چې هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۸۵ زره ۸۹۳ ته لوړ شوی او څه باندې ۳ زره ۳۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۴ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۷۵ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist