Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا وړمه مۍ ولسوالۍ قومي مشران: د سرحدي پولیسو قوماندان ځنګلونه وهي.

admin by admin
2021/06/06

د پکتیکا د وړمه مۍ ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران چې کابل ته راغلي، په دې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان د ځنګلونو په وهلو تورنوي.

  دغه قومي مشران وايي،د پکتیکا په وړمه مۍ ولسوالۍ کي د قطب الدین په نوم د سرحدي پولیسو یوه قوماندان د دوی ځنګلونه وهي، چېپه اړه یې ولایتي اداره او مرکزي چارواکي د دوی غږ نه اوري .

 د قومي مشرانو په وینا، دغه کس له شااوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په یاده سیمه کې سرحدي قوماندان دی.

د وړمه مۍ ولسوالۍ قومي مشر وايي: « د سرحدي پولیسو قوماندان مو ځنګلونه وهي، دوی برېښنايي ارې غرونو ته وړي او ځنګلونه پرې پرېکوي. دغه راز موږ هلته تاریخي اثار هم لرو،چې دوی یې پر پاکستان پلوري.»

دوی وايي، ولسونه د یاد قوماندان له کړنو ناراضه دي او له امله یې د پاکستان ځواکونه په سیمه کې شااوخوا ۲۰ کیلومتره وړاندې راغلي او د دوی غرونه یې نیولي.

قومي مشر : « زموږ سیمې ته پاکستاني ځواکونه شااوخوا ۲۰ کیلومتره  مخکي راغلي. »

بل پلو په ولسي جرګه د پکتیکا یو شمېر استازي هم نیوکه کوي،چې قطب الدین مشهور په بدین د یو شمېر چارواکو له ملاتړه برخمن دی،خو حکومت ژمنه کړې،چې یاد قوماندان به د قومي مشرانو په غوښتنه له دندې لېري کړي.

په ولسي جرګه کي د پکتیکا استازی میرزاکټوازی وايي: « ولسونه راپاڅېدلي. که چېرې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر په پکتیکا کې ناسالمه کسان پر دندو ګوماري، موږ به د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږو.  زه خپلو ولسونو سره ژمنه کوم، چې ترڅنګ به مو ودرېږو. موږ له ولسمشر غني غواړو،چې دا څوکۍ وړ کس ته وسپاري.»

په دې اړه  مو د ملي دفاع وزارت سره اړیکې ونیولې وايي، د بدین قوماندان په اړه کار کوي او وروسته به یې په اړه مالومات شریک کړي.

  د والي ویاند غازي دانش وايې، تر اوسه د وړمه مۍ ولسوالۍ خلک دوی ته دبدین په اړه  شکایت نه دی کړی  او که شکایت ورسره شریک کړي، په اړه به یې ګام پورته کړي.

ولایت مقام بدین په سیمه کې یو زړور قوماندان یادوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist