د پکتیکا د وړمه مۍ ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران چې کابل ته راغلي، په دې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان د ځنګلونو په وهلو تورنوي.
دغه قومي مشران وايي،د پکتیکا په وړمه مۍ ولسوالۍ کي د قطب الدین په نوم د سرحدي پولیسو یوه قوماندان د دوی ځنګلونه وهي، چېپه اړه یې ولایتي اداره او مرکزي چارواکي د دوی غږ نه اوري .
د قومي مشرانو په وینا، دغه کس له شااوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په یاده سیمه کې سرحدي قوماندان دی.
د وړمه مۍ ولسوالۍ قومي مشر وايي: « د سرحدي پولیسو قوماندان مو ځنګلونه وهي، دوی برېښنايي ارې غرونو ته وړي او ځنګلونه پرې پرېکوي. دغه راز موږ هلته تاریخي اثار هم لرو،چې دوی یې پر پاکستان پلوري.»
دوی وايي، ولسونه د یاد قوماندان له کړنو ناراضه دي او له امله یې د پاکستان ځواکونه په سیمه کې شااوخوا ۲۰ کیلومتره وړاندې راغلي او د دوی غرونه یې نیولي.
قومي مشر : « زموږ سیمې ته پاکستاني ځواکونه شااوخوا ۲۰ کیلومتره مخکي راغلي. »
بل پلو په ولسي جرګه د پکتیکا یو شمېر استازي هم نیوکه کوي،چې قطب الدین مشهور په بدین د یو شمېر چارواکو له ملاتړه برخمن دی،خو حکومت ژمنه کړې،چې یاد قوماندان به د قومي مشرانو په غوښتنه له دندې لېري کړي.
په ولسي جرګه کي د پکتیکا استازی میرزاکټوازی وايي: « ولسونه راپاڅېدلي. که چېرې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر په پکتیکا کې ناسالمه کسان پر دندو ګوماري، موږ به د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږو. زه خپلو ولسونو سره ژمنه کوم، چې ترڅنګ به مو ودرېږو. موږ له ولسمشر غني غواړو،چې دا څوکۍ وړ کس ته وسپاري.»
په دې اړه مو د ملي دفاع وزارت سره اړیکې ونیولې وايي، د بدین قوماندان په اړه کار کوي او وروسته به یې په اړه مالومات شریک کړي.
د والي ویاند غازي دانش وايې، تر اوسه د وړمه مۍ ولسوالۍ خلک دوی ته دبدین په اړه شکایت نه دی کړی او که شکایت ورسره شریک کړي، په اړه به یې ګام پورته کړي.
ولایت مقام بدین په سیمه کې یو زړور قوماندان یادوي.











