Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/22

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې مراسم د سه شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د غبرګولې پر لومړۍ) پیل شوي، چې له پنځه ورځني ملي ماتم وروسته به یې جسد خاورو ته وسپارل شي.

د ایران دولتۍ رسنيو د راپور له مخې، د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره به ټاکنې د جون پر ۲۸ مه  ترسره شي.

د افغانستان اسلامي امار ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر مړینه یې خواشیني څرګنده کړې وايي، له ایران سره یې متقابلې اړیکې له پخوا ښې دي او په راتلونکي کې هم له دې هېواد سره د ورته اړیکو غوښتونکي دي. 

مجاهد زیاتوي: « افغانستان له ایران سر ښې اړیکې غواړي او هیله لرو چې هلته کوم حکومت ټاکل کېږي افغانستان سره به ښې اړیکې ولري او همداسې به ښو اړیکو ته دوام ورکوو.»

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له افغانستان سره د ایران اړیکې د دغه هېواد د مذهبي مشرانو له لوري ترتیب او تعقيبېږي.

 د دوی په خبره چې له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې هېڅ ډول بدلون نه په کې راغلی نه دی.  

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د ایران اسلامي جمهوري سیاست د افغانستان په هکله د ۱۳۵۸کال راهیسې هېڅ بدلون نه دی موندلی. هر ولسمشر چې وي سیاست هماغه سیاست دی چې د دوی مذهبي رهبر یې وړاندې کوي.»

خو ځېنې نور بيا پر دې باور دي، چې د ايران سرپرست ولسمشر د دغه هېواد په بهرني سياست کې د تغیير رامنځته کولو واک نه لري او د موجوده پالېسيو تعقيب او تطبيق يې لوی ماموريت دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي: « د ایران سرپرست ولسمشر ډېر واک او اختیار نه لري او کومه پالېسي چې دی مخې ته  بیایي دا به هماغه پالېسي وي چې مخکې جوړه شوې ده. د ایران بهرنی سیاست د سیمې، نړۍ او ګاونډ په کچه هماغه یو سیاست دی چې دا به مخې ته بیایي؛ نو که طالبان کومې غوښتنې لري ایران په هغې کې کوم بدلون نه راولي، دا یوازې یو لنډمهاله ولسمشر دی چې تر ۵۰ ورځو یا دوو میاشتو به ناست وي؛ اسلامي امارت به لکه مخکې خپلې پالېسۍ ته دوام ورکړي او ایران هم د خپلې مخکېنۍ پالېسۍ پر بنسټ خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان له سرپرست حکومته غواړي، چې د ایران له نوې رهبرۍ سره د اړیکو پر تقویت داسې تمرکز وکړي، چې د ملي ګټو خوندیتوب ته په کې ځانګړی پام شوی وي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید له نوي ولسمشر سره د هغه د ایډیالوژۍ سره سم، چلن وکړي، څو هغه چې اړیکې تر دې دمه رارسېدلي زیانمنې نه شي او راتلونکي کې چې کومې اړیکې له نوي ولسمشر سره جوړېږي هغه خرابې نه شي.»

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او یو شمېر نور چارواکي د یکشنبې پر ورځ هغه مهال مړه شول، چې چورلکه یې په ختیځ اذربایجان کې ناڅاپي نسکوره شوه.

د ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته د دغه هېواد دولتي رسنیو خبر ورکړ، چې د نوموړي پر ځای د هغه مرستیال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist