چورلکې لوېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته دا مهال مهمه مساله د هغه د ځایناستي موضوع ده، چې له ځنډ پرته د ایران د درې ګونو قواوو ترمنځ ځانګړې شورا رامنځته شوې.
د دغه هېواد د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې او د ایران مذهبي مشر له هوکړې وروسته د عزل او یا مړه شوي ولسمشر لومړی مرستیال، چې دا مهال محمد مخبر دزفولي دی؛ د چارو د سمبالښت په موخه د هغه ټول اختیارات، واکونه او مسوولیتونه به د راتلونکو ۵۰ ورځو لپاره په لاس کې اخلي.
په دې موده کې د ولسمشر ځایناستی او سرپرست ولسمشر به د حکومتي چارو د سرپرستۍ ترڅنګ ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي او له هغې وروسته به واک په رسمي ډول نوي منتخب ولسمشر ته سپاري.
د ایران د اساسي قانون ۱۳۱مه ماده: « د ولسمشر د مړینې، عزل، استعفاء، یا هم د ناروغۍ او بل هر دلیل له کبله له دوو میاشتو زیات د ولسمشر غیابت او یا هم په داسې حال کې، چې د ولسمشر کاري دوره پای ته رسېدلې وي؛ خو د لامل له وجې نوی ولسمشر نه ټاکل کېږي، د مذهبي مشر له هوکړې او سلا وروسته د ولسمشر ټول اختیارات او مسوولیتونه د هغه لومړي مرستیال ته ورګرځي، چې له هغه وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال او د پارلمان او د قضایه قوې د رئیسانو له لوري ګډه درې اړخیزه شورا رامنځته کېږي، چې تر ډېره په ۵۰ راتلونکو ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.»
۶۸ کلن محمد مخبر، چې ویل کېږي د ایران مذهبي رهبر ته نږدې کس دی د ۱۹۵۵ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه ایران کې زېږدلی او په ۲۰۲۱ز کال کې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ولسمشر لومړی مرستيال شو؛ خو له دې وړاندې يې شاوخوا ۱۵ کاله د ایران د مذهبي مشر د فرمانونو د تعقیب او څارنې برخې مشري کړې.
نوموړی دغه راز د دوو کلونو لپاره له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۲م ز کاله پورې په بالیستیک توغندیو او اټومي فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل و؛ خو وروسته ترې واېستل شو.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د ولسمشر او نورو څو کسانو وژل کېدل په دې مانا نه ده چې نظام ته به کوم ګواښ پېښ شي، چې ګواکي د دوی خارجي او داخلي سیاسیت د رهبر له لوري تدوینېږي او د رهبر له لوري رهنمايي کېږي، ځکه ولسمشر هم دومره با قدرته نه و او ټول واک د دوی له مذهبي رهبر سره دی.»
خو له لوېدیځ سره د ایران د خړو پړو اړیکو او ترڅنګ یې په غزه او لبنان کې له اسرائیلو او غربي هېوادونو سره په غیر مستقیمه جګړه کې ښکېل ایران به د خپل پخواني ولسمشر د مړینې خلا ډکه کړي او وبه توانېږي چې اوضاع مدیریت کړي؟
د شنونکو په باور د ایران د ولسمشر ناڅاپي مړینه په سیمه کې د ایران په نیابت جنګېدونکو ډلو پر جګړهییز فعالیت منفي اغېز ښندي چې ورسره به د حماس او حزب الله ډلو فعالیت ټکنی کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ایران ولسمشر دغه یوه ناڅاپي مړینه نه یوازې د ایران خلکو ته یوه لویه غمیزه ده هم په سیاسي لحاظ او هم په بېلابېلو برخو کې او همداراز د هغه د متحدینو لپاره هم، لکه د حزبالله لپاره او یا د فلسطین د ازادي بښونکو لپاره، همداسې د یمن د حوثیانو لپاره. بله دا چې ایران د امریکا متحدینو له لوري هم د سیاسي او اقتصادي فشار لاندې دی، پر دوی بندیزونه لګېدلي دي؛ خو په ټوله کې بیا هم داسې نه ده چې ایران دې له کوم جدي ګواښ سره مخ شي.»
د ایران په تېرو ټاکنو کې چې ابراهیم رئیسي یې ګټونکی و، محسن رضایي، امیرحسین قاضيزاده او عبدالناصرهمتي وو چې ښايي د راتلونکي ټاکنو مخکښ نوماندان هم وي.
د ایران په معاصر تاریخ کې دا درېیم ځل دی چې د ولسمشرۍ شورا جوړیږي. له دې وړاندې لومړی ځل د عزل شوي ولسمشر ابوالحسن بني صدر او دویم هغه بیا د محمدعلي رجايي تر وژنې وروسته رابلل شوې وه.