د هېواد نورو سړو ولایتونو په څېر زابل کې ولایت کې هم نوي تعلمي کال پیل شوی، چې د یاد تعلمي کال پیلیدو سره سم ، د دغه ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، د مرکز کلات ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۴۸ ښوونځیو او ۱۸ دیني مدرسو ته د پوهني وزارت او همږغو مرستندویه بنسټونو له خوا د نویو ودانیو جوړېدل په پام کې نیول شوي دي.
دوی زیاتوي، د دغو ودانیو رغنیزې چارې به د نوي تعلیمي کال تر پایه پورې بشپړي شي.
د زابل ولایت پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر وايي:« موږ د زابل په مرکز کلات او ټولو ولسوالیو کې ۱۸ د مدرسو او ۴۸ د ښوونځيو لپاره ودانیو جوړول په پلان کې نیولي دي. وزارت راسره ژمنه کړې. انشاء الله موږ به دا د کال تر پایه پورې جوړوو.»
په ورته وخت کې د زابل ولایت اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له یاد اقدام خوښ دي او وايي، که چيرې د زابل په لري پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مدرسو او ښوونځیو نوي ودانۍ جوړې او ښوونکي پر دنده ورته وګمارل شي ، په دې سره به زیات له زده کړو بې برخي ماشومان او ځوانان د یني او او عصري زده کړو ته لار پیدا کړي.
د زابل یو تن اوسېدونکی سید ولي وايي:« موږ د تعلیم برخې ته اړتیا لرو، باید د تعلیم زمینه راته برابره شي. زموږ کوچنیان نجونې او هلکان باید تعلیم وکړي.»
د زابل یو بل اوسېدونکی وحیدالله وايي:« دې ته ډېر زیات خوشاله یو، چې زموږ د کور ترڅنګ ودانۍ جوړه شي او بچیان مو ور روان وي، درس ورته ورکول کېږي.موږ دې ته بیخي زیات خوشاله یو.»
زابل کې د تعلمي ودې لپاره په لویه کچه یاد اقدامات داسي مهال کېږي چې د دې ولایت تر څنګ د هېواد په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم ګڼ شمیر ماشومان او ځوانان د ښوونځیو نه شتون له امله له زده کړو بې برخې پاتې دي.