Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې لسګونه ښوونځيو او مدرسو ته ودانۍ جوړېږي

زابل کې لسګونه ښوونځيو او مدرسو ته ودانۍ جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

د هېواد نورو سړو ولایتونو په څېر زابل کې ولایت کې هم نوي تعلمي کال پیل شوی، چې د یاد تعلمي کال پیلیدو سره  سم ، د دغه ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، د مرکز کلات ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۴۸ ښوونځیو او ۱۸ دیني مدرسو ته د پوهني وزارت او همږغو مرستندویه بنسټونو له خوا د نویو ودانیو جوړېدل په پام کې نیول شوي دي.

دوی زیاتوي، د دغو ودانیو رغنیزې چارې به د نوي تعلیمي کال تر پایه پورې بشپړي شي.

د زابل ولایت پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر وايي:« موږ د زابل په مرکز کلات او ټولو ولسوالیو کې ۱۸ د مدرسو او ۴۸ د ښوونځيو لپاره ودانیو جوړول په پلان کې نیولي دي. وزارت راسره ژمنه کړې. انشاء الله موږ به  دا د کال تر پایه پورې جوړوو.»  

په ورته وخت کې د زابل ولایت اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له یاد اقدام خوښ دي  او وايي، که  چيرې د زابل په لري  پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مدرسو او ښوونځیو نوي ودانۍ جوړې او ښوونکي  پر دنده ورته  وګمارل شي ، په  دې سره به زیات له زده کړو بې برخي ماشومان او ځوانان  د یني او او عصري زده کړو ته لار پیدا کړي.

د زابل یو تن اوسېدونکی سید ولي وايي:« موږ د تعلیم برخې ته اړتیا لرو، باید د تعلیم زمینه راته برابره شي. زموږ کوچنیان نجونې او هلکان باید تعلیم وکړي.»

د زابل یو بل اوسېدونکی وحیدالله وايي:« دې ته ډېر زیات خوشاله یو، چې زموږ د کور ترڅنګ ودانۍ جوړه شي او بچیان مو ور روان وي، درس ورته ورکول کېږي.موږ دې ته بیخي زیات خوشاله یو.»

زابل کې د تعلمي ودې لپاره  په لویه کچه یاد  اقدامات داسي  مهال کېږي چې  د دې ولایت تر څنګ د هېواد په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم  ګڼ شمیر ماشومان او ځوانان د ښوونځیو نه شتون له امله له زده کړو بې برخې پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist