د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي وړمه ورځ ختیځ آذربایجان کې د اوبو د یوه بند پرانېستې د مراسمو له ختمیدو وروسته خپل کاري ځای ته د راګرځېدو پرمهال چې ویل کېږي، په یاده الوتنه کې دوه نورې چورلکې هم وې خو د ولسمشر چورلکه له څو شېبو الوتنې وروسته لا درکه شوه.
د وړمې ورځې مازیګر تر پرون سهاره ګڼو ایراني، ترکیي او د یو شمېر نورو هېوادونو ټیمونو د ورکې شوې چورلکې پلټنه کوله اما له څو ساعتونو هلو ځلو وروسته خبرونه خپاره شول چې یاده چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وروسته بیا رسما ومنله چې ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو مهم چارواکو په کې ژوند بایللی دی.
دغه وزارت زیاته کړې:« د دې ترخې او غمجنې پيښې شهیدانو په اخلاص سره د اسلام او ایران په خدمت کښې خپل مبارک ژوند تېر کړ او د ایران ولس ته یې د صادقانه خدمت په لاره کښې د شهادت ستر مقام ترلاسه کړ. بې له شکه د هېواد د دغو تکړه خدمتګارانو شهادت به د ملي ګټو د خوندي کولو او په سیمهيیزو او نړیوالو مسایلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د موثر او رغنده رول په لوبولو کښې د ډیپلوماټیکې دستګاه په هوډ کې خنډ رامنځته نه کړي.»
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د ایران له ولس سره یې په دې درد کې ځان شریک ګڼلی
دغه وزارت زیاته کړې:« مولوي امیر خان متقي د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه. د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیمهییزو همکاریو په پراختیا کې د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان رول باارزښته وباله.»
په ورته وخت کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادو کسانو پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او د هغوی کړنې یې ستایلي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« روسیه د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خپله خواشیني څرګندوي. موږ به تل دغه وتلي سیاسي شخصیتونه د اسلامي جمهوریت د رښتیني وطنپالو په توګه یاد ساتو، چې د خپل دولت له ګټو څخه یې په کلکه دفاع کړې او خپل ژوند یې د وطن په خدمت کې بايللی دی.»
دغه راز، اروپایي کمېسیون او هند د یادې پېښې په تړاو له ایراني ولس سره خواخوږي شریکه کړې.
د اروپایي کمېسیون د خبرپاڼې یوه برخه:« اروپايي ټولنه د چورلکې په پیښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان او همدارنګه د دوی د پلاوي او د نورو غړو پر مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي.»
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي ویلي:« د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ډاکټر سید ابراهیم رئیسي په غمجنه مړینه ژوره خواشیني څرګندوم. د هند-ایران دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې به د هغه ونډه تل په یاد ولرو. هند له ایران سره ولاړ دی.»
د ایران ولسشمر، بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو چارواکو پر مړینې ډېری نورو هېوادونو هم خواخوږي ښودلې او د ایران له ولس سره یې د دریدا خبره کړې.
په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر حسن عبداللهیان په ګډون ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.