Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د ایران ولسمشر او نورو چارواکو پر مړینې خواشینې ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي وړمه ورځ ختیځ آذربایجان کې د اوبو د یوه بند پرانېستې د مراسمو له ختمیدو وروسته خپل کاري ځای ته د راګرځېدو پرمهال چې ویل کېږي، په یاده الوتنه کې دوه نورې چورلکې هم وې خو د ولسمشر چورلکه له څو شېبو الوتنې وروسته لا درکه شوه.

د وړمې ورځې مازیګر تر پرون سهاره ګڼو ایراني، ترکیي او د یو شمېر نورو هېوادونو ټیمونو د ورکې شوې چورلکې پلټنه کوله اما له څو ساعتونو هلو ځلو وروسته خبرونه خپاره شول چې یاده چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وروسته بیا رسما ومنله چې ولسمشر،  د بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو مهم چارواکو په کې ژوند بایللی دی.

دغه وزارت زیاته کړې:«  د  دې ترخې او غمجنې پيښې شهیدانو په اخلاص سره د اسلام او ایران په خدمت کښې خپل مبارک ژوند تېر کړ او د ایران ولس ته یې د صادقانه خدمت په لاره کښې د شهادت ستر مقام ترلاسه کړ. بې له شکه د هېواد د دغو تکړه خدمتګارانو شهادت به د ملي ګټو د خوندي کولو او په سیمه‌يیزو او نړیوالو مسایلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د موثر او رغنده رول په لوبولو کښې د ډیپلوماټیکې دستګاه په هوډ کې خنډ رامنځته نه کړي.»

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د ایران له ولس سره یې په دې درد کې ځان شریک ګڼلی

دغه وزارت زیاته کړې:« مولوي امیر خان متقي د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه. د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان رول باارزښته وباله.»

په ورته وخت کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادو کسانو پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او د هغوی کړنې یې ستایلي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« روسیه د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خپله خواشیني څرګندوي. موږ به تل دغه وتلي سیاسي شخصیتونه د اسلامي جمهوریت د رښتیني وطنپالو په توګه یاد ساتو، چې د خپل دولت له ګټو څخه یې په کلکه دفاع کړې او خپل ژوند یې د وطن په خدمت کې بايللی دی.»

دغه راز، اروپایي کمېسیون او هند د یادې پېښې په تړاو له ایراني ولس سره خواخوږي شریکه کړې.

د اروپایي کمېسیون د خبرپاڼې یوه برخه:« اروپايي ټولنه د  چورلکې په پیښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان او همدارنګه د دوی د پلاوي او د نورو غړو پر مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي.»

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي ویلي:« د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ډاکټر سید ابراهیم رئیسي په غمجنه مړینه ژوره خواشیني څرګندوم. د هند-ایران دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې به د هغه ونډه تل په یاد ولرو. هند له ایران سره ولاړ دی.»

د ایران ولسشمر، بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو چارواکو پر مړینې ډېری نورو هېوادونو هم خواخوږي ښودلې او د ایران له ولس سره یې د دریدا خبره کړې.

په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو  وزیر امیر حسن عبداللهیان په ګډون ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist