ساینس پوه راوي ګوپتا ویلي، داسې ښکاري، چې بریټانیا دې د کورونا وبا د درېیمې څپې د پیل په حالت کې وي.
ګوپتا چې د کمبرېج پوهنتون پروفېسور دی، رسنیو ته ویلي، سره له دې چې د وبا د نویو پېښو شمېر په نسبي ډول کم دی؛ خو د وبا هندۍ بڼې خپرېدل زیات شوي.
ګوپتا زیاته کړه: « یقینا، چې په اوسني وخت کې د کورونا وبا د نویو پېښو شمېر د پام وړ کم دی؛ خو د وبا څپې له کمو پېښو پیل کېږي، لومړی پټې پېښې زیاتېږي او بلاخره د انفجار تر کچې رسېږي. نو مهمه خبره دا ده، چې په اوسني حالت کې موږ د بلې څپې نښې ګورو. »
ګوپتا دغه راز زیاتوي، چې په بریټانیا کې اوس مهال د واکسینو پراختیا ته په کتو ویلي شي، چې ښايي د وبا د دې څپې خپرېدل به د پخوانیو په پرتله زیات وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بریټانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا څه باندې ۳۳۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۴.۴ میلیونو اوښتی او نږدې ۱۲۸ زره کسان ترې مړه شوي دي.
بریټانیا کې تر دې مهاله ۳۹،۳ میلیونه کسانو ته د کورونا وبا ضد واکسینونو لومړی ډوز لګول شوی، چې دا د ټول نفوس د بالغو کسانو درېیمه برخه جوړوي.











