Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بریټانیا: ساینس پوهانو د کورونا وبا درېیمې څپې خبرداری ورکړ.

admin by admin
2021/06/01

ساینس پوه راوي ګوپتا ویلي، داسې ښکاري، چې بریټانیا دې د کورونا وبا د درېیمې څپې د پیل په حالت کې وي.

ګوپتا چې د کمبرېج پوهنتون پروفېسور دی، رسنیو ته ویلي، سره له دې چې د وبا د نویو پېښو شمېر په نسبي ډول کم دی؛ خو د وبا هندۍ بڼې خپرېدل زیات شوي.

ګوپتا زیاته کړه: « یقینا، چې په اوسني وخت کې د کورونا وبا د نویو پېښو شمېر د پام وړ کم دی؛ خو د وبا څپې له کمو پېښو پیل کېږي، لومړی پټې پېښې زیاتېږي او بلاخره د انفجار تر کچې رسېږي. نو مهمه خبره دا ده، چې په اوسني حالت کې موږ د بلې څپې نښې ګورو. »

ګوپتا دغه راز زیاتوي، چې په بریټانیا کې اوس مهال د واکسینو پراختیا ته په کتو ویلي شي، چې ښايي د وبا د دې څپې خپرېدل به د پخوانیو په پرتله زیات وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بریټانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا څه باندې ۳۳۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۴.۴ میلیونو اوښتی او نږدې ۱۲۸ زره کسان ترې مړه شوي دي.

بریټانیا  کې تر دې مهاله ۳۹،۳ میلیونه کسانو ته د کورونا وبا ضد واکسینونو لومړی ډوز لګول شوی، چې دا د ټول نفوس د بالغو کسانو درېیمه برخه جوړوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist