Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

حکومت د مسکو غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/04

افغان حکومت د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه نه ده کړې.

د مسکو غونډه چې یو ځل د افغان حکومت په غوښتنه وځنډیده او تمه ده چې د جمعې په ورځ بیا جوړه شي، افغان حکومت پکې د ګډون او نه ګډون پریکړه نه ده کړې.

د سولې عالي شورا اعلان وکړ چې د مسکو غونډه کې به یې یو پلاوی ګډون وکړي او تمه ده چې د افغانانو په مشرۍ به دا پروسه له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت د مسکو غونډه کې د ګډون په اړه پریکړه نه ده کړې .

له دې سره شنونکي د مسکو غونډه د سولې پروسې لپاره مهمه یادوي او له حکومت غوښتنه کوي چې ګډون پکې وکړي.
د مسکو له غونډې سره یو ځای پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ناسته کې د درې اړخیزه ناستو د بیا پيل خبره کړې.

د سولې عالي شورا بیا پریکړه کړې چې یو پلاوی د مسکو غونډې ته ولیږي او تمه لري چې د افغانانو په مشرۍ به دا غونډه د سولې او ثبات برخه کې اغیزناکه تمامه شي.
د مسکو غونډه کې طالبان هم ګډون کوي، خو شرط یې دا دی چې د مسکو د غونډې اجنډا نه وي بدله شوي او په پخوانۍ اجنډا جوړه شي.

که حکومت او طالبان دواړه په دې غونډه کې ګډون وکړي، تمه شته چې یو څه پرمختګونه رامنځ ته شي، له همدې امله په دې غونډه کې د حکومت په ګډون ټینګار کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې ولسمشر غني ورسره منلې چې یو پلاوی به د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره لیږي، خو تر اوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره یو ځای د پاکستان لومړي وزیر له چینایي چارواکو سره لیدنه کې یو ځل بیا د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ناستو باندې ټینګار کړی، هغه ناستې چې د سولې په تړاو د افغانانو په مشرۍ وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist