په پکتیا ولایت کې د مچلغو بند چې مخکېني حکومت پرمهال يې د ځېنو برخو پر جوړولو میلیونونه ډالر مصرف شوي؛ خو له کلونو تېرېدو وروسته يې لا هم کارونه نیمګړي پاتې دي.
مچغلو بند د احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري او د دې ولايت اوسېدونکي وايي، که سرپرست حکومت یې جوړېدو ته پام ونه کړي نو په تېر کې د دې بند جوړې شوې ځېنې برخې به يې بېرته ویجاړې شي.
د پکتیا یو اوسېدونکی وايي: « ستونزه دا ده چې د دې بند کار په ټپه ولاړ دی، کار پرې نه کېږي. دلته یې دا نهرونه او نور هر څه جوړ کړي دي او سېلابونو بېرته بشپړ خراب کړل، اوس خو امن او امنیت دی باید په دې بند کار پیل شي او دا به ډېره ښه شي، ځکه موږ برېښنا او هر څه ته اړتیا لرو.»
دغه ولایت اوسېدونکي وايې، په پکتیا کې د اوبو د کنټرول په برخه کې د ورته بندونو جوړول به که له یوې خوا زرګونه جریبه ځمکه کښت ته چمتو کړي، ترڅنګ به یې په یاده برخه کې شته ستونزې هم ورسره پای ته ورسېږي.
دوی همدا راز له سرپرست حکومته د مچلغو بند د جوړېدو په تړاو د ژر اقدام غوښتنه کوي.
د پکتیا یو بل اوسېدونکی وايي: « په ۱۰۰ کې ۵۰ سلنه جوړ او ۵۰ سلنه پاتې دی، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دا بند جوړ شي؛ نو ډېرې ځمکې به ترې خړوب شي، اباده به شي او خلکو ته به کار پیدا شي.»
په ورته مهال د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور که څه هم د مچلغو بند د جوړولو په تړاو د حکومت دننه د هڅو ډاډ ورکوي خو وایي، یاده پروژه چې د مخکېني حکومت پرمهال یوې بلې ادارې ته په واک کې ورکړل شوې لا یې هم دغه وزارت د انتقال په برخه کې نه دي بریالي شوي.
منصور وايي: « د مچلغو بند په تېره اداره کې داسې سېستم جوړ شوی و چې زموږ له وزارت سره یې قرارداد نشته، د چارو په اداره کې یوه عملیاتي اداره جوړه وه او ملي پراختیا ته یې په قرارداد ورکړی و. موږ ډېره هڅه وکړه چې دا پروسه د اوبو او انرژۍ وزارت ته راواړو ترڅو خپله یې مدیریت کړو او عملي کار پرې پیل کړو؛ خو بیا هم موږ په دې اړه خپلې هڅې وکړې او مسوولینو سره مو مجلسونه وکړل چې تاسې راشئ د خلکو دا غوښتنه ده او باید په دې بند کار پیل کړئ.»
په سوېل ختیځ کې د مچلغو بند یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي، چې د مالوماتو پر اساس د دغه بند له اوبو څخه به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکټاره ځمکه خوړوبه شي او د يوې اندازه برېښنا له تولید سربېره به ترې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه هم برابرې شي.