Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د مچلغو بند جوړې شوې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

پکتیا کې د مچلغو بند جوړې شوې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/13

په پکتیا ولایت کې د مچلغو بند چې مخکېني حکومت پرمهال يې د ځېنو برخو پر جوړولو میلیونونه ډالر مصرف شوي؛ خو له کلونو تېرېدو وروسته يې لا هم کارونه نیمګړي پاتې دي.

مچغلو بند د احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري او د دې ولايت اوسېدونکي وايي، که سرپرست حکومت یې جوړېدو ته پام ونه کړي نو په تېر کې د دې بند جوړې شوې ځېنې برخې به يې بېرته ویجاړې شي.

د پکتیا یو اوسېدونکی وايي: « ستونزه دا ده چې د دې بند کار په ټپه ولاړ دی، کار پرې نه کېږي. دلته یې دا نهرونه او نور هر څه جوړ کړي دي او سېلابونو بېرته بشپړ خراب کړل، اوس خو امن او امنیت دی باید په دې بند کار پیل شي او دا به ډېره ښه شي، ځکه موږ برېښنا او هر څه ته اړتیا لرو.»

دغه ولایت اوسېدونکي وايې، په پکتیا کې د اوبو د کنټرول په برخه کې د ورته بندونو جوړول به که له یوې خوا زرګونه جریبه ځمکه کښت ته چمتو کړي، ترڅنګ به یې په یاده برخه کې شته ستونزې هم ورسره پای ته ورسېږي.

 دوی همدا راز له سرپرست حکومته  د مچلغو بند د جوړېدو په تړاو د ژر اقدام غوښتنه کوي.

د پکتیا یو بل اوسېدونکی وايي: « په ۱۰۰ کې ۵۰ سلنه جوړ او ۵۰ سلنه پاتې دی، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دا بند جوړ شي؛ نو ډېرې ځمکې به ترې خړوب شي، اباده به شي او خلکو ته به کار پیدا شي.»

په ورته مهال د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور که څه هم د مچلغو بند د جوړولو په تړاو د حکومت دننه د هڅو ډاډ ورکوي خو وایي، یاده پروژه چې د مخکېني حکومت پرمهال یوې بلې ادارې ته په واک کې ورکړل شوې لا یې هم دغه وزارت د انتقال په برخه کې نه دي بریالي شوي.

منصور وايي: « د مچلغو بند په تېره اداره کې داسې سېستم جوړ شوی و چې زموږ له وزارت سره یې قرارداد نشته، د چارو په اداره کې یوه عملیاتي اداره جوړه وه او ملي پراختیا ته یې په قرارداد ورکړی و. موږ ډېره هڅه وکړه چې دا پروسه د اوبو او انرژۍ وزارت ته راواړو ترڅو خپله یې مدیریت کړو او عملي کار پرې پیل کړو؛ خو بیا هم موږ په دې اړه خپلې هڅې وکړې او مسوولینو سره مو مجلسونه وکړل چې تاسې راشئ د خلکو دا غوښتنه ده او باید په دې بند کار پیل کړئ.»

په سوېل ختیځ کې  د مچلغو بند یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي، چې د مالوماتو پر اساس د دغه بند له اوبو څخه به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکټاره ځمکه خوړوبه شي او د يوې اندازه برېښنا له تولید سربېره به ترې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه هم برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist